کور / شعر / د ستا بل دی

د ستا بل دی

خایسته لکه د ګــــــــــــــــل دی
شمالی دی که کابــــــــــــــل دی

سپینی واوری پری وریــــــــږی
سمه او غر یی بڼ او ګــــــل دی

ای رقـــــــــــــــــیبه دعوه مکړه
دا زما دی د ستا بـــــــــــــل دی

ما او سر به ورنه زار کـــــــــړم
نولس مه ګڼه دا شـــــــــــــــل دی

میر ویـــــــــس ده پټکی تاج دی
ده نازو د اوربل ګــــــــــــــل دی

خاوری کاڼی دی لـــــــــــعلونه
راپــــــــــــــه برخه له ازل دی

سنـــــګروال د وطن عشق کښی
ما لیکلی دا غــــــــــــــــــزل دی