طالبان : په کاپیسا کی مو یو هلیکوپتر وویشت

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 23rd, 2011


طالبانو رسنیو ته ویلی چی تیره شپه د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالي د اشفی درې د صادقانو په سیمه کی د بهرنیو ځواکونو یو هلیکوپتر چی پر طالبانو د چاپې لپاره راغلی و برعکس پخپله د طالبانو تر حملې لاندی راغی چی له امله یې هلیکوپتر راولوېد او پکښی سپاره ټول پوځیان یې ووژل سول . خبر زیاتوی چی وروسته فرانسوي طیارو دغه نسکور سوﺉ هلیکوپتر د هوا څخه محوه کړ .

بلخوا ، دویچه پریس ایجنسی د ناټو په حواله د طالبانو دغه ادعا تاییدوی خو وایی چی د هلیکوپتر دوه عمله وژغورل سول چی دواړه زخمیان دي مګر دا یې نه دي ویلی چی هلیکوپتر او پوځیان د کوم هېواد مربوط دي .
دا لومړی ځل دی چی ناټو بېله ځنډه د طالبانو ادعا تاییدوی .

Copyright Larawbar 2007-2024