ناټو : طالبانو په کاپیسا کی مرګونې حمله راباندی وکړه
اسوشیټیډ پریس د ناټو په حواله لیکی چی کله د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالي کی یو هلیکوپتر نسکور سو ، نو خارجی پوځیان د پیلوټ او عملې د ژغورلو لپاره ورغلل چی ناببره د طالبانو د سختی حملې سره مخامخ سول چی په نتیجه کی یو بهرنی پوځي ووژل سو .
مخکی ناټو د طالبانو دا ادعا تصدیق کړې وه چی یو هلیکوپتر یې ویشتلی دی .