شعـــار
له مخامخ هوټل څخه د چک چکو غږونه راتلل ، پر دېوالونو او دروازه يې د مارچ د اتمې په اړه ؛ بيلابيل شعارونه لګېدلي وو .
پر يوه لويه شنه ټوټه په سور رنګ ليکل شوي وو :
(( پرېږدئ ! چي ښځــي خپل حقونه خپله ترلاسه کړي . ))
د هوټل مخې ته يوه ميرمن په زړو جامو کې ناسته وه ، هغه ډېره عمر خوړلې نه وه ؛ خو لاسونه يې داسې لړزېدل ، لکه څو ورځې يې چې په مړه ګېډه ډوډۍ نه وي خوړلې .
د ميرمنې سترګې د هوټل په دروازه نښتې وې ، شيبه وروسته رنګارنګ نجونې او ښځې چې غاړکۍ يې لمرته ځلېدلې را ووتلې .
سوالګرې نه فقر جرئت وړى و ، هوټل ته د ننوتلو زړه يې نه درلود ، خو لکه چې په ليک پوهېده .
چې څنګه يې په مخامخ ځړېدلي شعار ( پرېږدئ ! چې ښځې خپل حقونه خپله ترلاسه کړي . ) سترګې خښې کړې ، پورته شوه . غوښتل يې له خپلو همنوعو څخه د يوې مړۍ وچې ډوډۍ لپاره روپۍ وغواړي .
د ننوتلو هڅه يې وکړه خو دې سره بلنليک نه و، چا پرېنښوده ، را وتلې ميرمنې بېرته د هوټل په سالون ننوتلې او دې هماغه شان له باندې لګېدلي شعار ته کتل .