کور / تازه خبرونه / بلخ : يو شمېر درندې وسلې او مهمات نيول شوي دي

بلخ : يو شمېر درندې وسلې او مهمات نيول شوي دي

د بلخ د ملي امنيت يوه رالېږل شوې خبر پاڼه كې مطبوعاتو ته د بلخ ولايت د بيلابيلو سيو نه د خپلو كشفي او اپراتيفي فعاليتونو له مخې د دغه ولايت په اړوندو سيمو كې  يو شمېر درندې وسلې، مهمات اوڅه باندی يو تن نشيي توكو د نيوني خبر وركړي


په خبر پاڼه كې د ۸ ډوله درندو وسلو، ۱۰ ډوله بېلا بېلو مهماتو او په سلګونو كيلو ګرامه جرسو د نيولو يادونه شوې ده.


د ملي امنيت په خپره شوې خبر پاڼه كې راغلي چې يو ضرب ۸۲ ملي متري پس لګد توب، يو ميل دافع هوا،يو ميل RDP ماشينداره، يو ميل د ټانك ماشينداره، يو ميل سل ټكه ماشينداره، يو ميل ۱۱ تيره، يو ميل ۵ تيره او يو ميل موش كش يې د بلخ ولايت په بېلا بېلو سميو كې نيولي دي.


همدارنګه ملي امنيت د ځينو مرميو د نيولو يادونه هم كړې ده


پدی خبرپانه کی د نیول شویو مهمماتو په اره ویل شوی چی د ملی امنیت منسولبینو 28 فيره مزايل، ۲۹ ډبي د ده شكې مرمۍ، ۲۴ فيره د ۸۲ ملي متري مرمۍ، ۶۷ فيره د راكت انداز مرمۍ، ۴ فيره دبی پس لګد توب مرمۍ او ۳ فيره د پيكا مرمۍ يې هم نيولي دي.



په خبر پاڼه كې د ځينو ماينونو د نيولو يادونه هم شوې ده، په كې ليكلي چې ۱۴ حلقې د پرسونل او وسايطو ضد ماينونه او درې صندوقه د ۳۳۳ هاوان او غرني هاوان ماينونه هم تر لاسه كړي دي.



د درندو وسلو او مهماتو تر څنګ په خبر پاڼه كې د سلګونو كيلو ګرامه جرسو د نيولو يادونه هم شوې ده، ليكي چې ۱۳۲۴ كيلو ګرامه خام او ناتصفيه شوي چرس نيول شوي دي .


د ملي امنت يو تن چارواكي مطبوعاتو ته وويل چې د نشيي توكو په تور يې يوكس هم نيولى دى.



دهغه په وينا دغه نيول شوې وسلې او مهمات به ډاياګ  ته نن وسپار ل شي .



او د بلخ د امني قومانداني د امنيت آمر مل پاسوال عپدالرووف تاج هم وويل


چي منسوپينو يي يوه انداېه وسلي د دي ولايت د نهر شاهي ولسوالي نه ترلاسه كړي خو ددي وسلو سره يي په تړاو څوك ندي نيولي خو  وسلي په ډير ژر د داياك پروګرام مسولينو ته وسپاري


دا په داسې حال كې ده چې تيره ورځ د بلخ د ملي امنيت لخوا  د يوي خبر پاڼي كي راغلي وو چي دوي د مزار شريف د بابه يادګار په سيمه كي  شل فيره آر پي جي اوه راكت اندازه نيولي دي