کور / تازه خبرونه / متحده جبهه وائ ۵ نور ګوندونه ورسره يوځاي شوي دي

متحده جبهه وائ ۵ نور ګوندونه ورسره يوځاي شوي دي

په دغه ګوندونو کې چې دمتحدې جبهي (دپخوانيو کمونستانواو يوشمير جهادي ګوندونوڅخه جوړه شوي ) هغه  پنځه ګوندونه شامل شوي دي چې دطالبانو دامارت له نسکوريدو وروسته دحامدکرزي دحکومت له راتګ دراتلور اپديخو ا په دې وروستيو کلونو کې ددهيواد دعدليې وزارت څخه يي دکار اجازه ترلاسه کړي ده .


دافغانستان دقومونوديوالي ،دافغانستان اسلامي نهضت ،دافغانستان دملي استقلال ،حزب اسلامي جوان افغانستان اودافغانستان داعتدال ملي اسلامي ګوندونه  شامل دي  .


ياده شوې جبهه چې دکورنيو جګړو پرمهال ددجنګي ډلو ترمنځ ١٣٧١ — ١٣٧٥ کلونو پورې درامنځ ته شوې دوخت دولت ؟؟ اوددوستم په ګډون دپخوانيو کمونستانو په ملګرتيا دجمعيت دډلې  دمشر برهان الدين ترمشرۍ لاندې  دروان کال په پيل کې جوړه شوې تراوسه پورې يي ١٨ ټولنيزاوسياسي ګوندونه غړيتوب لري


دغه جبهه که څه هم يوشمير خلک يي دجنګړه مارو کسانوڅخه ددفاع جبهه بولي خو دجبهي غړي بيا وايي چې نه دوي په افغانستان کې ديوټينګ حکومت اوددولت دنواقصو داصلاح غوښتونکي دي .


ديادې شوې جبهې و ياند فاضل سانچارکي وايي دوي دحکومت پروړاندې مخالفت نه کوي ولي دخالي ګاو دډګولو اودهغه پلانونوخلاف دي کوم چې دهيواد ګټي په کې نه وي .