کور / سپورټي / د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي پښتونخوا ته ولاړل

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي پښتونخوا ته ولاړل

د افغانستان د کرکټ بورډ د اجرائيوي رئيس نسيم الله دانش په مشرۍ د کرکټ بورډ يو لوړ پوړى پلاوى د خيبر پښتونخوا ايالت پېښور ښار ته په يوه رسمي سفر ولاړ.
په تورخم کې د خيبر پښتونخو ا ايالت د پېښور ښار د کرکټ فدراسيون مشر فياض عليشاه، ددغه فدراسيون جنرال سکرتر عالمزيب خان او نورو چارواکيو د افغانستان د کرکټ بورډ د مسوولينو دروند هرکلى وکړ.
دغه سفر په داسې حال کې کېږي چې دافغانستان د پنځو زونونو د کرکټ لوبډلې پېښور ته د سياليو او تمريناتو ته ځي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولين به دغه سيالۍ له نږدې څخه څاري ، ترڅو وړ او تکړه لوبغاړي د افغانستان ملي لوبډلې ته پيدا کړى شي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د پنځو زونونو د کرکټ لوبډلې او د ١٩ کلنو لوبډله سباته د خيبر پښتونخوا ايالت پېښور ښار ته سفر وکړي.
دغه سفر د راتلونکې مى مياشتې چې د ثور مياشتې ٣١مې سره سمون خوري پاى ته ورسېږي.
په دغه سفر کې د ختيځ زون د سپين غر، د شمال د آمو، د سويل د بُست ، سويل ختيځ د مسک عينک او د مرکزي زون د بند امير زون لوبډلې شاملې دي.
د زون لوبډلې او د ١٩ کلنو لوبغاړو لوبډله به د پېښور ښار په ارباب نياز سټيډيوم (لوبغالي) او ددغه ښار په جمخانه لوبغالي کې خپل منځي تمرينات ، درې ورځني او يو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.
د يادونې وړ ده چې دغو لوبډلو سره د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي هم سفر کوي چې د زونونو په بېلا بېلو لوبډلو وېشل شوې دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسيم الله دانش وايي چې له دغه سفر او لوبو څخه موخه داده، چې نوي لوبغاړي د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره يو ځاى لوبې او تمرينات وکړي او د هغوى له تجربو څخه ګټه پورته کوي.
هغه زياتوي چې ددې سفر په پاى کې به د افغانستان کرکټ بورډ وکولى شي، چې تکړه او وړ لوبغاړي د افغانستان الف او ملي لوبډلې ته راجذب کړي.