کور / تازه خبرونه / د پكتيا په پوهنتون كي دري نوي پوهنځي پرانيستل شول

د پكتيا په پوهنتون كي دري نوي پوهنځي پرانيستل شول

( يكشنبه د غويي ۴ مه ) د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ كي دري نوي پوهنځي ( طب ، انجنيري او حقوق ) د پكتيا پوهنتون كي پرانيستل شول .
دغه پوهنځي مخكي تر دي د پښتونخوا د آريانا خصوصي پوهنتون په چوكاټ كي فعال وو چي د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخي د پكتيا له پوهنتون سره له ازمويني وروسته مدغم شول .
په دغو پوهنځيو كي ۱۴۰۰ محصلين شامل دي چي يواځي ۴۰۰ يي انجوني جوړوي په دي مراسمو كي سلاكار وزير او د پكتيا والي جمعه خان همدرد ، په ولسي او مشرانو جرګه كي د خلكو استازو ، علماي كرامو ، محصلينو او ګڼ شمير ځوانانو برخه اخيستي وه .
د پكتيا والي په خپلو خبرو كي وويل (زه د پكتيا په ولايت كي د خپلي كاري دوري په ترڅ كي چي څه د پاسه دري كاله كيږي ننئ ورځ او دغه ننئ غونډه تر نورو تيرو غونډو د ځان ، خپلي كاري ډلي او د پكتيا ولسونو لپاره ډيره له وياړه ډكه بولم ، ځكه نن نه يواځي د پكتيا پوهنتون څخه زمونږ ګڼ شمير ورورنه د علم او پوهي په ګاڼه سمبال ټولني ته د خدمت كولو لپاره وړاندي كيږي بلكه ترڅنګ يي مونږ او زمونږ په علم او پوهي ميئن ولسونه او دهغوي اولادونه خپلي هغي هيلي ته د رسيدو جشن هم لمانځي چي د ډيرو كړاوونو او زحماتو له ګاللو وروسته تر سره شوه ، دا هيله د پكتيا په پوهنتون كي د دريوو ډيرو مهمو پوهنځيو ، انجنيري ، طب او حقوقو پوهنځي يو ځاي كول او فعاليدل دي )).
همدرد زياته كړه (په خپلو سيمو ، كلو او بانډو كي خپل مرور وروڼه چي نن د دولت په مخالفت كي ولاړ دي د سولي او پخلايني له لاري يووالي او يو موټي كيدو ته راوبولۍ )
همدا رنګه نن په دي مراسمو كي د پكتيا پوهنتون د څلورمي دوري ۱۲۸تنه فارغان هم ټولني ته وړاندي شول
پكتيا والي هغو فارغانو ته زيرۍ وركړ چي كه غواړي د ښوونكي په توګه ولسواليو كي دنده تر سره كړي ۲۵۰۰۰ امتيازي معاش به وركړي .
په پاي كي د آريانا پوهنتون محصلينو ټولني لخوا سلاكار وزير او پكتيا والي ته ددغه پوهنتون د مدغميدو د هڅي او تلاش په نتيجه كي ستاينليك ډالۍ شو .