دوه امریکایی پوځیان ووژل سول
پنتاګون اعلان وکړ چی یو امریکایی عسکر وړمه ورځ په پکتیکا ولایت کی د طالبانو د مخامخ حملې ښکار سو ، او دوهم پوځي چی افسر دی ، پرون په کاپیسا ولایت کی طالبانو وویشت او وروسته د زخمونو څخه مړ سو [ ښایی دا هماغه د لوېدلي هلیکوپتر یو عمله وی چی پرون وژل سوی و] .
په دې سره د اپریل په روانو ۲۴ ورځو کی د امریکایانو تلفات ۲۵ ته ورسېدل .