کندوز: د خان اباد د يو نيم کيلو مټر سړک چاري پيل سوې
دكندوزولايت په خان آباد ولسوالۍ كې د يونيم كيلومتره پاخه سړك چاري پيل شوي.
دپټې په پريكولو سره ديكشنبې په ورځ ديونيم كيلومتره سړك چارې دكندز په خان آباد ولسوالي كي پيل شوي .
دغه سړك به دچهارسركې نه ترخان آباد ولسوالې مركزپورې قيرريزې شي چې ټولييزلګښت يې ۳۷ ميليون افغانۍ ، او دالمان هيواد د جې اي زيد موسسې له لورې وركړل كيږي
دخان آباد ولسوال نظام الدين ناشر خبريالانو ته وويل : چې ددغه سړك په جوړيدو سره به ترانسپورتې ستونزه آواره اوترڅنګ به يې د سړك غاړو ماينونو كچه هم را كمه اوامنتي وضعيت كې به ښه والې راشي.
نوموړې له بهرنيو ډونرانو څخه وغوښتل ترڅو دسړك رغونې پراخه پروژې په ياده سيمه كې تطبيق كړي ، همدغه راز نوموړي ديته هم اشاره وكړه چې ددغه سړك د كارپيلدوسره به يوشمير بې روزګاره ځوانانو ته د كارزمينه برابره شي .
داپه داسې حال كې ده چي د كندوز يوشمير اوسيدونكې دبيارغونې له كاره په دغه ولايت كې شكايت كوي او واېې چي دنږدي ۹ كلونو په تيريدو سره اوس هم په دغه ولايت كي كوم پام وړكار يا پروژه په سترګو نه ليدل كيږي .