تازه خبر: له کندهار محبس څخه ۴۵۱ طالبان په تېښتي بريالي سول

د لراوبر اداره | اپریل 25th, 2011


 طالبان وايي چي تېره شپه  ( د اپريل ۲۴ماخستن ناوخته ) په دې  وتوانیدل چي  دکندهار زندان مات او ۵۴۱ تنه زنداني طالبان د هغه ۳۶۰ متره مځکي لاندي تونل له لاري چي د تېرو څو مياشتو په دوران کي يې کندهار محبس ته د کندهار هرات لويي لاري لاندي تېر کړﺉ په تېښته بريالي سول .


ذبيح الله مجاهد په دې اړه وايي چي دتونل له لاري د بنديانو وتلو لپاره د محبس شاوخوا هم د يوه تهاجمي بريد تيارﺉ هم نيول سوﺉ و .  له پروګرام سره سم تیره شپه یوولس بجې له محبس څخه دبندیانو دایستلو کار پیل شو، څرنګه چې دمحبس دننه د طالبانو له جملې یوازي درې تنه ددې پلان څخه خبر وه نوهغوی به هرې کوټي ته ورتلل ویده بندیان به  یي په نوبت  راویښول او بیا به یی دتونل په خوا رهبري کول په دې توګه دټولو کوټو دبندیانو دایستلو کارپیل شو دشپې تقریبا درې نیمي بجې  له محبس څخه وروستی بندي  هم را ویستل شو، وروسته دطالبانو دپلان سره سم  دمجاهدینو دانتقال لپاره همدې سیمې ته موټر راوستل شول او ټول مجاهدین په پوره اطمنان خوندي سیموته انتقال کړای شول .


 طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چي په دې بندیانو کې دزخمیانو، ناروغانو او ډیرو ضعیفو بندیانو په شمول ټول بندیان را ایستل شوي دي ، او دزندان په سیاسی برخه کې هیڅ زنداني هم نه دی پریښودل شوی . خو تر لمر خاته پوري ددولت داسي حرکت ونه ليدل سو چي ګواکي دوی دي د بنديانو په ازادېدو خبر سوي وي .


د يادوني وړ ده چي درې کاله مخکي هم طالبانو د يوه بريد په ترڅ کي کندهار محبس مات کړﺉ و چي تر زرو زيات بنديان د جګړې په جریان کي له محبسه وتلي وو . خو دا لومړﺉ ځل دی چي طالبان د خپلو ټولو سياسي بنديانو د خلاصيدو خبر ورکړ . بايد وويل سي چي د طالبانو لخوا د خبر خپريدو څخه پنځلس دقيقې وروسته هم ددولت لخوا په دې اړه څه نه دي ويل سوي .


د پېښي جزيات وروسته له لراوبره پرليکه کيږي

Copyright Larawbar 2007-2024