کور / تازه خبرونه / چارواکي: د تښتېدلو بنديانو لټون روان دئ

چارواکي: د تښتېدلو بنديانو لټون روان دئ

د کندهار چارواکو وروسته له هغه د عملياتو د پيلېدو خبر ورکړ، چي تېره شپه د دې ولايت له محبس څخه شاوخوا ٥٠٠ طالب بنديان پر تښتېدو وتوانېدل.
د آزادۍ راډيو د کندهار د چارواکو په حواله وايي چي د محبس په شاوخوا سيمو کي پلټونکي عمليات په دې موخه شروع سوي چي ګوندي تښتېدلي بنديان بيرته ونيسي.
طالبانو ويلي چي محبس ته يې ٣٤٠ متره اوږد تونل تر مځکي لاندي کيندلى وو او خپل ټول بنديان يې په برياليتوب سره ايستلي دي.
د کندهار محبس درې کاله دمخه هم د طالبانو له خوا مات سوى وو چي شاوخوا ٢٠٠٠ سياسي او حرفوي بنديان ځني تښتېدلي وو.
بايد وويل سي چي د شوريانو سره د جهاد پر مهال هم د کندهار مجاهدينو څو ځله همدغه محبس په پورتنۍ طريقه سره مات کړى وو.