كندهار:ويسا،ماپرزندان دبريدپه اړه هيڅ راپورنه درلود.
دكندهاروالي وايې چې پرزندان يې دبريدپه اړه هيڅ ډول استخباراتي معلومات نلرل .
نوموړي چې نن سهارددغه ولايت دلوى محبس (دسرپوزې زندان )په اړه خبريالانوته معلومات وركول وويل چې دزندان تردننه پوري دځمكني تونل كښل ديوې مياشتي كارندى .
((موږبايدداومنوچې امنيتي اداروپدې كې غفلت كړى اوموږبه ترتحقيقاتووروسته پدې اړه معلومات خبريالانوته وركړو))
والي توريالي ويساپدغه خبري ناسته كې وويل چې له زندان څخه دتښتېدلو۴۷۴ سياسي زندانيانوڅخه يوشمېربيرته نيول سوي خوكره شمېره يې په ډاگه نكړل .
ده وويل چې ټول زندانيان دبايميټريك په سيستم كې ثبت سوي اودغه چاره به له دوى سره دهغوى په بيرته نيولوكې مرسته وكړي .
ددغي پېښي په اړه لمړۍ طالبانورسنيوته خبروركړ.
قاري يوسف احمدي رسنيوته وويل چې له زندان څخه يې ۵۴۱ ملگري ترځمكي لاندي دكښل سوي تونل له لاري ،وتلي .
تردې مخكي دكندهارپرلوى زندان ۲ ځله ډله ييزځانمرگي اووسله وال بريدونه سوي چې په هر واركې يې ټول سياسي زندانيان ورڅخه تللي .