کور / شعر / غزل

غزل

یا خو په سترګو څه لیدلی نه شم
یا دا دنیا راته بدله ښکاري
یا خو ویشتلۍ زړه اواز نه لری
یا یی وینا راته بدله ښکاري
یا صداقت ځان ته بل نوم ورکړی
یا خو ريښتیا راته بدله ښکاري
یا کوچیدلی ده ریښتینۍ مینه
یا خو وفا راته بدله ښکاري
یا یی په زړونو کی اثر نه شته دی
یا خو ښکلا راته بدله ښکاري
یایی شغلو کی اثر پاتی نه شو
یا خو رڼا راته بدله ښکاري