ننګرهار : چاودني شپږ تنه ژوبل كړل

عطاالله محمدي | اپریل 25th, 2011


نن سهار شاوخوا اته بجې او دېرش دقيقې د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالي كي د ماين چاودني د قومي مشر فيض الله عمر په ګډون شپږ تنه ژوبل سول . د دې ولسوالۍ ولسوال معشوق خان ياده پېښه مني او وايي چي چاودنه د قومي مشر او د ولايت پر پخواني سلاكار فيض الله عمر باندي سوې .
طالبانو د پېښي مسئوليت منلى او وايي چي په چاودنه كي يې فيض الله عمر او څلور ملګري يې سخت ژوبل كړي دي .

»

Copyright Larawbar 2007-2024