خبرتيا
د وين ښار د ښوونځيو شورا له پرېکړې سره سم به « دسږ کال غوندې » پر ۲۰۰۸/۲۰۰۹ ښوونيز کال هم وين مېشتو افغان زده کوونکيو ته دپښتوژبزده کړې اسانتيا ور په برخه وي .
پردې سربېره ، د نويو زده کوونکيو لپاره په نېژدې ښوونځيو کې نور ټولګي هم پرانيستل کېږي .
د زده کوونکيو درنې کورنۍ د خپلو زامنو / لوڼو د نوم ليکنې پرېکړه دسږنۍ مۍ مياشتې تر پېنځلسمه نېټه پورې کړای شي .
په درناوي
دوين ښوونځيو پښتو ښوونکی امين الله دريځ
ټېلېفون : ۰۶۵۰۲۲۰۴۴۶۸
برېښليک : dariz555@hotmail.com