کور / اسلامي / غـواړئ چي الله (ج) ته نـژدې شئ؟… (هدايت الله حميدي)

غـواړئ چي الله (ج) ته نـژدې شئ؟… (هدايت الله حميدي)

 


1.        آيا غــواړئ چـي الله (ج) ته نــژدې شــئ؟
الله تعالى خپل رسول (ص) ته فرمايي: سجده وكړه او ( پدې توګه خپل رب ته ) نږدى شه.( العلق ۱۹)
پيامبر (ص) فرمايي : (  اقرب ما يکون العبد من ربه وهو ساجد ).[i]  يعنې بنده خپل رب ته هغه وخت ډير نږدې وي چې په سجده كې وي.
نو راځى چې خپل سرونه مو  رب ته په سجده باندې روزدي كړو او له خپل رب سره خپله اړيكې  ټينګې كړو.  


2.       آيا غواړې دعاوې مو قبولې  شي؟
پيامبر (ص) حضرت سعد ابن ابې وقاص (رض) ته چې يو له هغو لسو كسانو څخه دى چې په دنيا كې د جنت زيرى پرې شوى دى  فرمايي: ( اطِب مطعمک تَکُن مستجاب الدّعوه ) يعنې حلاله روزي وخوره چې الله د دعا قبوله كړي.
په بل ځاى كې پيامبر (ص) فرمايي: (الدّعاء لا يردُّ بين الأذان والاقامه . )  يعنې د اذان او اقامت تر منځ دعا نه  رد كيږي.


Calligraphy by Kakayi (1999)


3.      آيا غواړى پيامبر (ص) د جنت ضمانت درله دركړي؟
نو لاندې په زړه پورې وينا ته ځير شئ. پيامبر (ص) فرمايي:(  من يضمَنُ لی مابين لحييه وما بين رجليه اضمنُ له الجنّه ) يعنې څوك چې ماته د هغه څه د سمې استفادي ضمانت راكړي چې د دوو زامو  او دوو پښو تر څنګ دي ( خوله او شرمګاه ) نو زه به هغه ته د جنت ضمانت وركړم. نو  ښايي چې كوښښ وكړو چې خپله خوله او د شرم ځاى له محارمو څخه مو وساتو .


4.       آيا غواړى په جنت كې د رسول الله (ص) سره يو ځاى و اوسى. ( څومره ستر نعمت ،  الله مو دې يې نصيب وګرځوي. آمين )
پيامبر (ص) فرمايي: (أنا و کافل ايتيم فی الجنّةِ هکذا ، واشار بالسّبابةِ الوسطی ) [ii]. يعنې پيغمبر (ص) پداسې حال كې چې خپلو دوو ګوتو ته يې اشاره كوله وفرمايل:  زه او د يتيم  پالونكى به په جنت كې داسې سره يو ځاى وو.
په بل ځاى كې رسول الله (ص) د هغه كس په هكله چې ويل يې جنت ته مې  يواځې د الله او رسول مينه تياره كړې ده  وفرمايل: ( المرء مع من أحبّ) يعنې  انسان به په آخرت كې د هغه چا سره يو ځاى وي چې مينه ورسره لري.  نو راځى چې پر يتيمانو مهربانه و اوسو او د پيامبر (ص) سره مينه وكړو . د يادولو وړ ده چې د پيامبر (ص) سره مينه د هغه په لاره له تللو څخه پرته په بل  څه نشې ثابتيدلاى. 


5.       آيا غواړى په جنت كې يوه بنګله ولرى؟
نو په لاندې حديث كې غور وكړى چې پيامبر (ص) فرمايي: : مَن بنی لله مسجداً بَنی الله له فی الجنّة مثله [iii] ) يعنې هر څوك چې د الله د رضا د لاس ته راوړلو  لپاره يو جومات جوړ كړي نو الله (ج) به هغه ته په جنت كې يوه بنګله جوړه كړي.



6.      آيا غواړى  الله تعالى مو د قيامت په ورځ د نيكيو پله درنه او د ګناهونو سپكه كړي؟
كه چيرې هو ، نو د ريښتيني پيامبر (ص) دا وينا واوره: وما من رجل يتطهّر فيحسن الطهور ثم يعمد الی مسجد من هذه المساجد الاّ کتب الله له بکلّ خطوة ٍيخطوها حسنة ً و يرفعه بها درجة و يحطّ بها سيئة. [iv] يعنې هيڅ داسې كس نشته چې په نيكه توګه اودس وكړي او بيا د جومات لوري ته روان شي ، مګر دا چې الله تعالى به په هر ګام سره يوه نيكي وركوي ، درجه به يې لوړوي او ګناهونه به ترې لرې كوي.
عجيبه شان تجارت دى. په يوه وخت كې به د تلې  د نيكيو پله دوه چنده درنديږي ځكه دلته به يوه نيكي زياتيږي او د بلې پلې څخه به  يوه بدي كميږي. نو په كور كې اودس وكړه او د جومات لوري ته د لمانځه لپاره ګامونه واخله .


7.      آيا غواړى د غرونو  په اندازه نيكي ولرى؟
پيامبر (ص) فرمايي: من شهِد الجنازة حتی يصلّی عليها  فله قيراطٌ ومن شهدها حتی تدفن فله قيراطان . قيل:وما القيراطان ؟ قال مثل الجبلیي العظيمين .  [v]  يعنې څوك چې په جنازه كې گډون وكړي تر دې چې د جنازې لمونځ وشي نو هغه ته يو قيراط اجر دى او څوك چې تر هغه ورسره ګډون وكړي چې هغه دفن شي نو هغه ته دوه قيراطه اجر دى.پوښتنه وشوه چې دوه قيراطه  څومره ده ؟ نو هغه ځواب وركړ چې : د  دوو لويو غرونو په شان.


8.      آيا غواړى چې وروسته له مرګه مو هم د نيكو اعمالو لړى پاى ته ونه رسيږي؟
رسول الله (ص) فرمايي: ( اذا مات الانسان انقطع عمله الاّ من ثلاث : صدقة جارية ، او علم ينتفع به ، او ولد صالح يدعوا له). يعنې كله چې انسان مړ شي نو د هغه اعمال نور پاى ته ورسيږي  ، پرته له دريو څيزونو چې د هغه ثواب به وروسته له مرګه هم وركول كيږي. ۱. جاري صدقه ۲. ګټور علم  ۳. نيك اولاد چې هغه ته دعا كوي . نو اوس ستا خوښه چې څنګه كوې ، دا هغه بهترېنې لارې دي چې ستا د نيكو اعمالو پله درنولاى شي . 


9.      آيا غواړى چې الله پر تاسې باندې درود وليږي؟
پيامبر (ص) فرمايي : ( من صلّی علیّ واحداً ، صلّی الله عليه عشراً )  يعنې څوك چې پر ما باندې يو ځل درود ووايي نو الله (ج)  پر هغه باندې لس ځله درود وايي. سبحان الله ، تر دې نه لوړ مقام چې الله پر تا باندې درود ووايي . نو راځى چې دغه د رحمت پر پيامبر باندې درود ووايو ، په ځانګرې توګه د جمعې پر شپه او ورځ او كله چې د پيامبر (ص) نوم اخيستل كيږي .


10.   آيا غواړى ګناهونه مو وبښل شي؟
پيامبر (ص) فرمايي: (من قال سبحان الله و بحمده فی يوم مائة مرّة حطت خطاياه وان کانت مثل زبد البحر)[vi] يعنې څوك چې په ورځ كې سل ځله سبحان الله و بحمده ووايي نو الله به يې ګناهونه ورته وبښي كه چيرې  د بحر د ځګ په اندازه هم وي.په بل حديث شريف كې پيامبر (ص) فرمايې : کلمتان خفيفتان علی اللّّسان ثقيلتان فی الميزان ( سبحان الله وبحمده ،سبحان الله العظيم) يعنې دوې كلمې دې چې په ژبه باندې ډيرې آسانې دي اما د اعمالو په تله كې ډيرې درندې دي او هغه عبارت دي له: ( سبحان الله وبحمده ، سبحان الله العظيم  )


11.  آيا غواړى چې  الله تعالى مو مقام لوړ كړي؟
پيامبر (ص) فرمايي: : و ما تواضع احد لله الاّ رفعه الله عزّ و جلّ) يعنې هيچا د الله تعالى په خاطر تواضع نده غوره كړې مګر دا چې الله تعالى يې مقام لوړوي .
نو راځى چې ځان د تواضع په ګاڼه ښكلي كړو او د تكبر او ځان غوښتنې لباس له ځان څخه وباسو،  تر څو مو د الله په وړاندې مقام پورته شي.


12.  آيا غواړى الله د هغه كس په شان  اجر دركړي چې ټوله شپه يې په عبادت باندې سبا كړې وي؟
پيامبر (ص) فرمايي: : (من صلّی العشاء فی جماعة فکأنّما قام نصف الّليل ، ومن صلی الصّبح فی جماعة فکانّما صلّی الّليل کله .) [vii] يعنې څوك چې د ماخستن لمونځ په جماعت سره ادا كړي نو داسي ده  لكه نيمه شپه يې چې په عبادت كې تيره كړې وي او چې د سهار لمونځ په جماعت سره ادا كړي نو لكه  ټوله شپه يې چې په عبادت كې تيره كړې وي. په بل ځاى كې پامبر (ص) فرمايي چې د ماخستن او سهار لمونځونه په منافق باندې ډير سخت تماميږي.  نو په ډير نشاط او مينې سره د دغو دوو لمونځونو په جماعت سره د ادا كولو كوښښ وكړه .


13.  آيا غواړې چې الله تعالى در څخه راضي وي ؟
ولى نه ، آيا مسلمان پرته لدې څخه بل څه هم غواړي؟ همدا خو د مسلمان د ژوند موخه او هدف دى. نو راځه وروره چې هغه پيغمبر ته غوږ شو چې  وما ينطق عن الهوى چې پدې هكله څه فرمايي: هغه (ص) فرمايي :      (انّ الله ليرضی عن العبد يأکل الأکلة فيحمده عليها و يشرب الشربة فيحمده عليها[viii])  بيشكه الله تعالى له هغه بنده څخه راضي كيږي چې كله د هغه تعالى نعمتونه خوري او يا يې څښي ، د هغه شكر پر ځاى كوي .
ګرانو وروڼو او خويندو  ! دا څو لڼډ ټكې مو چې ولوستل په حقيقت كې د هغه مهربان ذات د مهربانۍ څرګندونه كوي چې په داسې كوچنيو عملونو باندې خپلو بنده ګانو ته دومره لوى لوى ثوابونه وركوي ، نو آيا نه ښايي انسان ته چې د دغه مهربان خداى په وړاندې د تسليم سر ښكته كړي او ځان په حقيقي معنى هغه ته عبد ( بنده ) ثابت كړي ؟  بلكه په الله قسم چې همدا خو ضروري خبره ده . راځى چې د خپل رب سره آشتې وكړو او  د   خپل تلپاتې ژوند د جوړولو لپاره ګامونه پورته كړو . اللهم اعنا على ذكرك و شكرك و حسن عبادتك . آمين


Hadith about 'regret'



ستاسو دعا ته سترگې په لار


[i]   رواه مسلم
  رواه البخاری [ii]
  رواه مسلم  [iii]
 رواه مسلم [iv]
  متفق عليه [v]
  متفق عليه [vi]
  رواه مسلم [vii]
  رواه مسلم [viii]