مېوندي کړيکه

د لراوبر اداره | مارچ 8th, 2008


صدر پښتونخوا ادبي غورځنګ سهيلي پښتونخوا کوټه




دا ته څوک يې چي لاستایې پښتوژبه په هنرکښي
رالېږې پښتوخبري مينه یې پالې په ځيګرکښي
سرکوبي ته دي پرې نه ښوددژوندون په طمه ناست یې
مېوندي کړيکه دي اورم دپښتو په لراوبرکښي
توره شپه کښي رڼاغواړې دسپوږي سره په جنګ یې
کله سرپرسجده پروت یې لاس اوچت کې دخداي درکښي
لاترکمه به غړېږې پرېدي ژبه په خلوکښي
لاترکمه به نڅېږي تېرې توري په خېبرکښي
بياموځمکه ده خړوبه دځوانانوپه سرووينو
تندرونه دي رااوري غم ميلمه زموږپه ورکښي
دیوه دلدل نه اوځوبياپه بله بلاواوړو
له ډېروخته څه خرڅېږودتورمخوپه دفترکښي
افغاني کلتوریې یووړي ددې وخت چنګېزليلام کړي
خپله ژبه رانه هېره نه پګړي لروپه سرکښي
دمحکوم وطن په غېږکښي ښايسته ښکلې ليلاده
سرتورڅېري ګريوان ده دپښتون پښتون په شرکښي
دپښتوجنازه وزي څه پرېدي ډولي یې راوړه
شيخ په لوږېره ګډېږي څوک خوشحاله په بسترکښي

«

Copyright Larawbar 2007-2024