کور / شعر / غزل

غزل

خپلواکه ادبي ټولنه سهيلي پښتونخواکوټه




دوښمن دپښتوژبي انګرېزي په ګډوي
داګڼ شمېربيااردواويافارسي په ګډوي
چي لږڅه زده کړه وکړي دپښتوژبي دښمن
دبوخت پرځاي يارانوديه بيزي په ګډوي
پښتوکښي انګرېزي کارکي واي زه خويم ماسټر
اسانه کارپرځاي توري ايزي په ګډوي
مېوه یې کړه فروټ اوسودایې راشاپينګ کړيه
شمېره د۵۰سودیه پيپټي په ګډوي
مورته ممي واي په داټکي نه شرمېږي
اکایې راانکل کی پلارډېډي په ګډوي
ارزانه توری یې پرېښودي واي لږیې که سستا
سستا اومېنګاټکي صحرایي په ګډوي
ښه سم نوم دملګروؤپه فرېنډیې رابدل کی
که فرېنډپرېږدي خوبیاناپوساتهي په ګډوي
همدرده اوس شاعرکړه په پښتوانګرېزي ګډه
يووخت به داشاعرهم شاعري په ګډوي