کور / شعر / غزل

غزل

نه سر دقا فیلي سوم او نه مل دقا فیلې سوم
نه چیغه سوم دچیغي نه مر چل دقا فیلې سوم

دغه ناکردې چي دبې کیدرو په زړه وړمه
له وخته څخه پاته لکه يل دقا فیلې سوم

ترڅوبه دامید څانګه کي زما هیلی غوټي وی
نه شمع دمزار نه څراغ بل دقا فیلې سوم

نصیب راسره مل وخو ازل درڅه جوداکړم
ته ټپه سولې دمیني زه غزل دقافیلې سوم

په دې ګړندي وخت کي څنګه پاته شوم غالبه
نه یې شمار کړم په سپروکي نه پایدل دقافیلې سوم