کور / شعر / غزل

غزل

ګران دی راته هر سړی
لر دی او که بر سړی

ما دې نړۍ سر ،چې کړي
راکړې یو دسر سړی

هره پېغله سروه ده
هر یو مو نښتر سړی

زار له پښتنې پېغلې
ښکاري لکه نر سړی

بیا به هم زوال مومي
هر څو که شي غر سړی

مل ورسره خدای ،چې شي
جوړ به شي لښکر سړی

ستا له خونخوارو سترګو
څنګ نه شي اوتر سړی

ورک دی له خادم څخه
هغه لکه لمر سړی