د امریکا د توپان قربانیان تر ۳۵۰ هم واوښتل

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 30th, 2011


فرانس پریس آژانس راپور ورکوی چی د امریکا په الاباما او نورو جنوبی ایالتونو کی د روان شدید توپان او دوړدوړکو ضربو لږ تر لږه ۳۵۰ کسان وژلي او د ۱۵ په شاوخوا کی هم ورک دي . راپور وایی چی تر ۲۰۰۰ زیات کسان زخمیان سوي او په سلګونو کورونه وران حتی د مځکی له مخه ورک سوي دي چی له امله یې تر پنځو بلیونو ډالرو پوری زیان اړولی دی خو ښایی دا نقصان تر دوه چنده هم زیات سی .
بارک اوباما او میرمن یې الاباما ته ورغلل او په زرګونو پوځیان لګیا دی مړی ، زخمیان او ورک سوي انسانان لټوی . د تیری یوې اوونۍ راهیسی دا طبیعی څپېړی روانی دي .

Copyright Larawbar 2007-2024