طالبانو د پسرلنیو عملیاتو پیل اعلان کړ
طالبانو رسنیو ته ویلی چی رهبری شورا د ( بدر ) په نوم د بهرنیو یرغلګرو او د هغوی د داخلی ملګرو پر ضد د خپلو پسرلنیو عملیاتو پیل اعلانوی . اعلامیه وایی چی دا حملې به د افغانستان په ټولو سیمو کی په اوله درجه پر خارجی پوځیانو ، د هغوی پر پوځی مرکزونو ، تجمعاتو ، هوایی اډو ، انتقالاتی او تدارکاتی پوځی کاروانونو ، د استخباراتی شبکو پر غړو او جاسوسانو ، پر داخلی لوړو پوځی او ملکی چارواکو ، د کابینې پر غړو ، پارلمانی وکیلانو ، او د خارجیانو لپاره د کار کونکو شرکتونو پر مشرانو او ټیکه دارانو وی .
اعلامیه وایی چی په دوهم قدم کی به د سولی د تش په نوم شورا غړی وی چی هغوی امریکایی اشغال ته لاره هواروی او پر ضد یې د مقاومت منع کول غواړی .
اعلامیه زیاتوی چی تر وسه وسه به د ملکی تلفاتو مخنیوﺉ کیږی او عام وګړی باید کوښښ وکړی چی د بهرنیو او کورنیو پوځی تأسیساتو څخه لیری واوسیږی تر څو هغوی یې ووژنی خو پر موږ یې تاوان کړی .
اعلامیه زیاتوی چی موږ یو ځل بیا ټولو هغو داخلی کسانو ته بلنه ورکوو چی د اشغالګرانو سره د کومک او ملګرتوب څخه لاس واخلی او د خپلو وروڼو سره یو ځای سی .
اعلامیه په پای کی وایی چی د ( بدر ) په نوم دغه عملیات به د ۲۰۱۱ د مې د لومړۍ نېټې څخه ( چی سبا ورځ ده ) انشاالله پیلیږی .