کور / سياسي / کرزی دې له امریکې لاس په سر شي

کرزی دې له امریکې لاس په سر شي

پاکستان له افغانستانه غواړي چې له اسلام اباد او بیجنګ سره اړیکې ټینګې کړي


لیکوال :ماتیو  روزنبرګ
ژباړن:ایمل یوسفزی
منبع:وال  ستریت ژورنال


 د افغانستان  لوړ پوړي چارواکي وايي  چې ،پاکستان دا هڅې شروع کړي دي ،چې د افغانستان له ولسمشر سره په دې کې لابی ګري وکړي ، چې د متحدو ایالتونو سره د اوږد مهالي ستراتیژیک تړون مخه ونیسي، او له هغه څخه غواړي چې په افغانستان کې د امنیت د راوستلو او د طالبانو سره د خبرو لپاره همداراز د افغانستان د بیا رغونې او اقتصادي پرمختګ په خاطر دامریکا پرځای د پاکستان او چین سره اړیکي ټینګې کړي.   


هغه افغان  چارواکي چې په دغه لیدنه کې موجود  وو وایي ” چې دا خبرې هغه وخت رامنیځته شوې ، چې کله د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني،د اپریل په ۱۶ مه کابل ته راغی، او په بڅ ډول یی حامد کرزي ته وویل چې ، امریکا موږ ډواړه هیوادونه له ناکامۍ سره مخ کړو، دوی وايي چې رضا ګیلاني  وویل چې ښاغلی کرزی باید د امریکا سره داوږد مهالی ستراتیژیک ټړون او په افغانستان کې د هغوی له نظامي حضور نه تیر شي.د  چارواکو په وینا د پاکستان دغه وړاندیز چې د امریکا د نظامي جضور په راتلونکې کې په افغانستان کې ونیسي،تر اوسه پورې یوه روښانه خبره ده، چې په افغانستان کې د لس کلنې جګړي، د ختمیدو لپاره هڅي رواني دي، د واشنګټن او اسلام اباد تر مینځ سیاسي ترنګلتیا رامینځته شوي، او دغه سیاسي ترنګلتیا به د امریکا د هغو موخو مخه ونیسي چې امریکا غواړي ، چې په افغانستان کې جګړې ته پخپل فکر د پای ټکی کیږدي.


پاکستان په افغانستان کې په طالبانو باندې د خپل تاریخي اغیز په لرل سره ، همدارنګه ددوی  دوامداره ملاتړ له طالبانوسره  ، په افغانستان کې خوار زیات نفوذلاره اواره کړې ده، د واشنګتن اړیکې د اسلام اباد سره ، چې په ظاهره د واشنګتن ملګری دی، په تیرو کلنو کې د ډواړو خوا نه د د سهوو له وجې ډیرې ضعیفه شوي دي.


پاکستاني  چارواکي وايي ، چې دوی نور نه غواړي ،چې پخپل هیواد کې د امریکا قیومیت ومني، او دهغوی لاره خپله کړي،


یوپخواني پاکستانۍ چارواکي وویل : چې پاکستان خپلو ملي ګټو ته ژمن دی، او ساتنه یی کوي. ده وویل چې موږ له نورو نه غواړو چې زموږ ساتنه وکړي،په تیره بیا له امریکانه،که چیرته دوی غواړی چې ولاړ شي، لاړ دې شي او دوی باید لاړ شي.د ځینو افغان چارواکو په وینا، چې د کرزی له افکارو سره بلدیتا لري، چې کرزی د پاکستان په دغه وړاندیز زړه نازړه دی، همدارنګه دده په ارګ کې هم ځیني کسان دامریکا خلاف او ځینی یی ملاتړې دي، او ډله کوښښ کوي چې  په کرزي خپله اغیز زیاته کړي.د اپریل د ۱۶ مې د ملاقات په اړه ، چې څه پکې تیر شوو، د لاسته راغلی مالومات له مخې ،داسې ښکاري چې دغه لیدنه دهغو هڅو یو برخه وه، چې پاکستان غواړي په افغانستان کې د امریکا د دایمي حضور مخه ونیسي. امریکا پلوي کمپ کې، افغانانو وال ستریټ ژورنال ته د لیدنې په اړه مالوما ت ورکړل  او ویي وویل : چې ، موږ امریکا هڅوو چې له افغانستان سره خپل ستراتیژیک تړون ته  کار وکړي چې دډواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې وروسته له ۲۰۱۴ څخه تضمینوي.


یو افغان  امریکايي پلوي چارواکي وویل چې ” هرڅومره چې امریکا ځنډ کوي، هماغومره پاکستان ته موکه په لاس ورځي ، چې خپلې ګټې په افغانستان کې خوندي کړي”.


د افغان  ولسمشر ویاند وحید عمر وویل” پاکستان به زیاتي غوښتنې مطرح نکړي، او که چیرته وی هم کړي، د افغان حکومت به یې هیڅکله هم ونه مني.”


ځیني امریکايي چارواکي وايي چې ،دوی د کابل د  لیدنې په اړه مالومات تر لاسه کړي  دي.اوهمدارنګه دوی د ګیلاني د غوښتتوپه اړه هم  خبر شوي دي،چې یوه  چارواکې دا خبره داسې وکړه” په ستراتیژیک تړون کې د افغانستان غوښتنې راپورته کړې. په دغو غوښتنو کې ، افغانستان سره د امریکا په زیاته پیمانه مرستې ، وروسته له ۲۱۰۱۴ کال څخه شاملې دي. د امریکا چارواکو هڅه کړې چې د پاکستان هیلې او غوښتنو ته اهمیت ورنکړي.ددوی په وینا داسې ستونزې او خنډونه هر وخت د خبرو اترو په پیل کې رامینځته کیږي. دوی زیاته کړه ،چې دغه نظر چې چین به په افغانستان کې یو مخکښ رول ولری، یو خیال او وهم دی.


یو افغان  چارواکي وویل” چې د پاکستان لخوا د افغانستان او امریکاتر مینځ د ستراتیژیک تړون تر مینځ د پاکستان لخوا د خنډنو په اړه ، د امریکا د اندیښنو پر بنسټ په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو امریکايي عمومي قومندان لا تراوسه دري ځلې له کرزي سره د اپریل د ۱۶مې لیدنې په اړه،  لیدلی دي او ده ته یی ډاډ ورکړی چې امریکا دده ملاتړ کوي ، او له ده یی غوښتې دي، چې د ستراتیژیک تړون هڅې ګړندۍ کړي.


په ورته وخت  کې افغان ولسمشر په افغانستان کې د امریکا د موخو په اړه خپله بدګماني څرګنده کړې، او په وار وار یی د امریکايي ځواکونو اعمال او رفتار غندلي.د افغانستان اړیکې له پاکستان سره مخ په ښه کیدو دي.او افغان ولسمشر په تیرو کلونو کې پاکستاني مشرانو سره نږدې شوی دی.


افغانان خپل  ګاونډي هیواد پاکستان ته د یوه  لاس وهونکي او مداخله ګر په سترګه  ګوري. او ویره لري چې که یو ځلې امریکا له افغانستانه ووځي نو د پاکستان  سلطه به نوره هم زیاته شي.


د په اصطلاح ستراتیژیک تړون په اړه،رسمي خبرې په مارچ کې شروع شوي دي.د تړون په اړه  د افغانستان او امریکا خبرې لاتر اوسه پورې، نیمګړې دي.تر ټول ګرمه او د بحث وړ موضوع ، ه د امریکا د اوږد مهالو نظامي اډو جوړول خبره ده، چې وروسته له ۲۰۱۴ م نه به دافغان امنیتي ځواکونو ته تریننک ورکوي ، وړتیاوې به یې لوړوې او القاعدې سره به جګړې ته دوام ورکوي.


امریکايي  چارواکي  ویره لري چې پرته د امریکې له ملاتړ څخه ، افغانستان به وروسته له ۲۰۱۴م څخه، د اسلامي ترهګرو په پناهڅای بدل شي او بیابه هڅه  وکړي چې په لویدیز بریدونه ترسره  کړي.


د مارچ د  میاشتې پرانستونکې ویناوې کافې وې چې د  افغانستان په ګاونډیو هیوادونوکې اندیښنې راپورته کړي. یوه افغان چارواکي وویل چې “پخوانیو ایراني او روسي چارواکو سمدستي کابل ته سفرونه وکړل ، چې په افغانستان کې وروسته له ۲۱۰۱۴م څخه د امریکا د نظامي حضور په اړه خپله ناخوښې څرګنده کړي”.


طالبانو تل ویلي دی چې تر هغه چې بهرني ځواکونه  په افغانستان کې وي ، دوی به هیڅ  کله هم د سولې او روغې جوړې خبرو ته غاړه کېنږدي.


تر اوسه پورې هیڅ بل کوم هیواد دومره  په مستقیمه او فعاله توګه ، دافغانستان او امریکا د تړون په اړه مخالفت ندی  کړی، لکه څو مره چې پاکستان کړی  دی.


لومړي وزیر ګیلاني سره ، کابل ته  د اپریل  په ۱۶مه راغلي پلاوي کې ، جنرال  اشفاق کیاني، د پوڅ مشر، د جنرال  احمد شجاع پاشا د پاکستاني د استخباراتي ادارې مشر،(ای.ایس.ای) مشر شامل وو.


سره ددې  چې د پاکستان استخباراتي اداره  د القاعده شبکې سره په مبارزه کې د امریکا ملګرې ده، خو د امریکاد متحده ایالتونو چارواکې دغه اداره د طالبانو په ملاتړتورنوي. خو پاکستاني چارواکو تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.


 د هغه  افغان چارواکې په وینا چې  د غونډې له جریانه خبر دی”د دواړو هیوادونو تری مینځ ددوه اړخیزو او سوداګریزو اړیکو په اړه د ګیلاني له نرمو  او خوښوونکو خبرو نه وروسته ، ګیلاني کرزي ته وویل چې ، امریکا ډواړه هیوادونه د ناکامۍ لومې ته ګذار کړي. اود دوی دغه پالیسي چې د سولې خبرې پرانیزي، او له بلې خوا طالبانو سره جګړې ته زور ورکول هیڅ مانا نلري”.ښاغلي ګیلاني،بار بار د امریکا “امپریالستي نقشو” لوبو ته نغوته کړي، چې کرزي هم  څو ځلې پخپلو خبرو کې ترې یادونه کړې.هغه همدا راز وویل چې په افغانستان کې دجګړې د له مینڅه وړلو لپاره ، افغانستان او پاکستان دې ته اړتیا لري چې ،  باید د سولې خبرې اترې واګې پخبل لاس کې  ونیسي.


ګیلاني، زیاته  کړه ، چې دامریکې اقتصادي ستونزې ددې ښکارندوي کوي، چې د اوږدمهاله  سیمیزې پرمختیا د ملاتړ تمه  ترې نشي کیدای. تر ټول ښه ملګری  به چین وي، چې پاکستان یی د ځان  ښه ملګری بولي.ګیلاني همداراز وویل چې د ستراتیژیک تړون لاسلیک بلاخره خپله د افغانانوپریکړه ده، خو ده زیاته کړه، چې نه پاکستان او نه هم نور ګاونډي هیوادونه ددغه تړون په لاسلیکولو راضي دي.د ښاغلی ګیلاني دفتر په دې هکله له څه ویلو نه ډډه کړې، خو د ای.ایس. ای یوه پخواني مشر ددغې لیدنې په اړه وویل “چې دا موږ یو چې باید خبره مو ومنل شي، ځکه چې موږ د هغې څه په اړه چې امریکا یې په افغانستان کې کوي، کاملآ له دایرې څخه ویستل شوي یو. موږ بار بار ولسمشر کرزي ته ویلي دي، چې دافغانستان لپاره ستا دټولوپریکړو ملاتړ کوو، خو تر هغې وخته چې دغه چار خپله د افغانانو په لاس کې وي، اودبهرنیو هیوادونو دفشار او ګټو پر بنسټ نه وي.


اګر چې پاکستان  د امریکا ټلوال دی، خو پاکستان  په افغانستان کې خپلې ګټې لټوي،او  په دې عقیده دی ،چې افغانستان دې د پاکستان بلی صیب حکومت  وي، چې له هندوستان سره یی له ډیر  نږدیکت نه وساتي. پاکستاني چارواکو تل دا نیوکه کوي،چې په تیرولسیزو کې د هندوستان اغیزه پره افغانستان ډیره زیاته شوې ،ځینې پاکستاني چارواکي وايي چې ، په سیمه کې اصلي ستونزه ، دامریکا او د ایتلافي ځواکونو شتون دی نه طالبان.