کور / تازه خبرونه / فیسبوک د شام هیواد ته هم سرخوږی پیدا کړ

فیسبوک د شام هیواد ته هم سرخوږی پیدا کړ

په شام کې نن 48 تنه د هغو مظاهرو په جریان کې ووژل شول چې بیګا شپه یې د فیسبوک پر یوه پاڼې خبر خپور شوی و چې سبا به د جمعې له لمانځه نه پس د شام په مختلفو ښارونو کې شامي ځوانان د دولت پر خلاف سرکونو ته راوځي. .

دا مظاهرې چې د شام د اخوان المسلمین حمایت یې هم درلود تر ډیره د اجتماعي ویبپاڼو له خوا تنظیم شوې او اعلان شوې وې.
د بشر د حقوقو یوه ډله وایي چې دشام فوځ په مظاهره کونکود درعا په ښار کې ډزې کړې دي ، خو د شام دولتي مطبوعات دا خبرې ردوي او وایي چې په درعا کې په فوځي څوکۍ ترهګرو بریدونه کړي چې څلور فوځیان یې وژلي او دوه یې برمته کړي.
د درعا په شمول چې د ولسمشر بشارالاسد د سرسخته مخالفو مظاهره چیانو ښار دی ، نن د جمعې په ورځ د شام له نورو مختلفو ښارونو څخه هم د مظاهرو او تاو تریخوالي راپورونه مطبوعاتو ته رسیدلي دي.