کور / شعر / دپښتونخوا رهبر

دپښتونخوا رهبر

تل به نازېږوموږپه تارهبره
دپاکي خاوري پښتونخوارهبره
رهبره کله داغیارونه سې
خلګ راټول دي نن په تارهبره
دغریبانویې دژوندملګرې
مینه په زړه لرې رښتیارهبره
په تانازېږي دوطن خلګ ټول
ته یې دټولورهنمارهبره
ځکه اولس درته دعاکوي نن
رمضان دي ستاي په ادارهبره
په تانازېږي ارماني دوطن
یمه په تاباندي شیدارهبره




قدم ستاپه قدم


قدم به ستا پرقدم ږدم مخ ته به ځم
هرڅه به زه پرېږدم مخ نه به ځم
نه کړم دچامينه نه پر چاميّن يم
سرپه وطن قربانه وم مخ ته به ځم
هرميدان مودی ګټلي په خپل وينو
دښمن به دلته ښکېلوم مخ ته به ځم
دپاني پت ميدان به بياکړم وریاد
سرونه دلته پرېکوم مخ ته به ځم
چي ختمه دښمني دوروراوورورسي بیا
دالروبربه یوکوم مخ ته به ځم
که څوک سررانه جلاکړي چپ به نسم
ټوله پښتون به یوکوم مخ ته به ځم
زه چي کړم ازادداخپل وطن ارماني
بیابه دیارمینه کوم مخ ته به ځم