کور / تازه خبرونه / د لښکر اسلام او کوکي خيل ډلو تر منځ اوربند اعلان شو

د لښکر اسلام او کوکي خيل ډلو تر منځ اوربند اعلان شو

په قبائيلى سيمه خيبر ايجنسۍ کښې دلښکر اسلام او کوکي خيل قبايلو ترمنځ د درنې مرګ ژوبلې او نښتو و روسته اوربند وشو دپنجشنبې په ورځ په جمرود کښې يوه جرګه وشوه چې پکښې ددواړو خوا ؤو استازو ګډون وکړ دراپورونو تومخ دجرګې په هڅو سره دواړې خواوې لنډمهاله اوربندته  چمتو شوې په سيمه کښې دډزو لړى بنده شويده ديادونې وړده چې تيره شپه دلښکراسلام دډلي چې مشرۍ يي منګل باغ کوي او بلخواته دکوکي خيل قبايلو ترمنځ دسختو نښتو په ترځ کښې لږ ترلږه ٢٠ تنه وژل شوي وه.


بله خوا نن بيانن په سوات کښې پرپوليسو باندى دډزو په پيښه کښې ددوو پوليس کارکوونکو په ګډون پنځه وګړى ټپيان شويدي ديو رارسيدلى باورى راپور ترمخه دسوات په پراخه سيمه کښې ځينو ناڅرګندو وسله والو کسانو په کانجو کښې دپوليسو پرامنيتى پوستى باندى ډزى وکړى چې دهمدى ډزوله امله دساتونکى پوستى دمشراويوپوليس په ګډون پنځه وګړى کلک ټپيان شويدي نوموړى سخت ژوبل وګړى دچټکى او بيړنى تداوۍ اومعالجى لپاره دسوات دسيدو شريف روغتون ته ورسول شول.