کور / تازه خبرونه / د دوه ورځو په دننه کي ۴۲ تنه فلسطيان ووژل شوه

د دوه ورځو په دننه کي ۴۲ تنه فلسطيان ووژل شوه

دغزى په لويديځه څنډه کښې داسرائيلى پوځ د ډزو له امله دوه فلسطينى وګړى ووژل شول چې له دوه ورځو راهيسى دوژل شوو فلسطينانو شميره پوره ٢٤ تنو ته رسيدلى ده دفلسطين په قباطيه کښې اسرائيلى پوځ يوکورکلابند کړ چې له دغه کړرڅخه داسلامى جهاد يوغړى بريدوکړ چې پدى مهال له دواړو لوريو څخه دډزو تبادله پيل شوه چې په پايله کښې داسلامى جهاد دوه وسله وال افراد ووژل سول،  داسلامي جهاد دخبرى رسنيو ترمخه داسرائيلى فوځ په  عملياتو کښې داسلامي جهاد فوځى او محاربوى قوماندان بلال کميل هم وژل شويدى او داسرائيلى ته په ډيرو مطلوبو اشخاصو کښې ځانګړتيا درلوده ديوبل رپوټ له مخى دحماس دجهادى ډلى دوړمه ورځنى پياوړى ګوزار په پايله کښې درى تنه اسرائيلى پوځيان وژل شويدى چې له هغه وروسته اسرائيلى تيرى کوونکو پوځونو دبريج دفلسينى کډوالو کمپ ته نژدى دړندو توغنديو په بريد کښې ٢٢ فلسطينى وګړى په شهادت رسولى له بلى خوا دملګروملتو سره منشى بانکى مون دغزى په اوسينو امنيتى حالاتو باندى ژوره انديښته څرګنده کړى اوله دواړو خواوو څخه ئي غوښتى دى چې له صبراو زغم څخه کارواخلى.