حاجي عديل:ځيني قوتونه په هيواد کي بدامنۍ ته لمن وهي

د لراوبر اداره | اپریل 17th, 2008



دعوامي نيشنل ګوند مرستيال حاجي عديل  ويلي  دي چي څه قوتونه امنيت ګډوډولو سره دموجوده حكومتونو په ضد سازش روان كړيدي  دسينټ لپاره اسناد جمع كولو په وخت نوموړي شخصي ټلويزون ته وويل  چي  ملتان كراچى ، لاهور او پيښور كښې دبدامنۍ دپيښو څخه  داسي څرګنديږي  چي څه  قوتونه  په هېواد كښې دننه امنيت خرابولو هڅه  كوي ښاغلى  عديل  له مركزي حكومت څخه  غوښتنه وكړه چې  دصوبا ئى  حكومت  سره په ګډه دي په خيبر ايجنسۍ كښې دامنيت  لپاره ګامونه اوچت شي   نوموړي زياته كړه چي دپاك افغان لويي لارې  بنديدو له امله دافغان كډوالو بيرته ستنيدلو په كار كښې  هم ځنډ راغلى دي  حاجي عديل  غوښتنه وكړه چي  په قبا يلي سيمو كښې دي  دئيكورټ  اوسپريم كورټ  واكمني عملى  شي اوسياسي  ګوندونو ته دي دكار كولو اجازه وركړل شي.

Copyright Larawbar 2007-2024