پاکستان:په کراچي کي تشدد نه شو زغملائ

د لراوبر اداره | اپریل 17th, 2008


دلومړى وزير دكورنيو چارو سلاكار رحمان ملك ويلي  دي چي په كراچۍ كښې امن تباه كوونكو قوتونو ته په ډاګه ويل شويدي  چي  دكراچۍ په شمول دهېواد په يوه برخه كښې هم دتشدد او زور  څخه  كار اخستنه نه شو زغملې  او د تشدد لاره چي څوك  خپلوي  دهغو په وړاندې به دقانون ترمخه  چلند وشي  په اسلام اّباد كښې دسارك غړو هېوادونو دپوليسو مشرانو اولنى غونډه كښې د ګډون وروسته دكورنيوچارو سلاكار زياته كړه چي پرسياسي غونډو باندي هيڅ ډول بنديزندي لګول شوي  خوترغونډه  او لاريون كولو دمخه  به د انتظاميي  څخه اجازه اخستل كيږي  نو موړي  زياته كړه دقانون  وزير دبي نظير  بوټود قتل پلټنې  دملګرو ملتونو دلارې كولو لپاره اسناد چمتو كوي.

Copyright Larawbar 2007-2024