کور / هراړخیز / د بنګله دېش بې ستري (٢٨برخه)

د بنګله دېش بې ستري (٢٨برخه)

ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی ( ۲۷ )

 شيخ مجيب ډير زيات په غضب و: “موږ بايد ازاد شو”، ويې ويل، “موږ بايد خپل سمندري او هوايي قوا ولرو.زه به دا هڅه وکړم.” څو ساعته وروسته کله چې بيرته ډاکې ته روان و، ايوب خان قدرت ونيو او مجيب بيا دجيل د پنجرو شا ته واستول شو.


 په ١٩٧١ کال کې شيخ مجيب دومره په سياست کې د ننه ورک شوى و چې دا حقيقت څرګند کړي چې نه يې شوه کولاى وپوهيږي چې له څومره چاوديدونکو تضادونو سره مخامخ و. پدې هکله به يواځې د محمد ايوب خان په يوه تبصره باندې اکتفا وکړو: “شيخ مجيب د ليډرشيپ په هکله ناکامنه و، مگر ناکامي يې دا وه چې ده د دې حقيقت درک چې د چا پر ضد مبارزه کوي، نه و کړى … دا ګناه د سيات ده چې دى يې دومره بوخت کړى و چې د دې لپاره چې د ده جنبش په ټولنه کې څه اغيزه درلوده پوره وخت نه درلود چې قضاوت وکړى شي.”1


 که چيرې د مارچ اوومې نيټې ته ژور وکتل شي نو څرګنده به شي چې پدې نيټه په سټاډيوم کې پلان کړل شوې غونډې د بنګال د مبارزې بڼه په ډراماتيکي ډول بدله کړه. مګر دا غونډه هغه څه نه وه چې اولس يې هيله کوله! د شيخ مجيب الرحمن پروګرام داسې جوړ شوى و چې د “حق خوداراديت” غوښتنه يې کوله، مګر د ازادۍ لپاره تږى بنګالي اولس چې دې غونډې ته راغونډ شوى و او شمير يې يو مليون ته رسيده، بل څه اوريدل غوښتل: “د ازادۍ اعلان!” ختيځ بنګال يوه اونۍ په خواشينو خاورو وينو کې سترګې پر ليار و ترڅو داسې واوري! په ډاکه او نورو سيموکې له جلسواو خبرونو څخه په ډاګه څرګنده وه چې دا په ازادۍ مين اولس داسې مرحلې ته رسيدلى و چې په شاته تګ يې امکان نه درلود. د محصلينو مشران چې د حالاتو نسبتاً ښه درکورسره و، د ازادۍ لپاره راوتلي وو او  په ډاګه يې دا نارې وهلې. په حقيقت کې عوامي ليګ ته اخطار ورکړى و چې ټينګ ودريږي او له نورو سره ځان وګڼي.  دا صحنه وهچې ټولاوس سره راغونډ شوي وو اوسترګې پرليار وو چې د  مجيب خبرې واوري. د دې لپاره چې خپل نه ماتيدونکى عزم په ډاګه وښيي، له ځانونو سره يې ډول-ډول وسلې: توپک،تورې، په کور کې جوړې شوې نېزې، د لاټۍ لرګي او د اوسپنې سيخونه راوړي وو. پدې وخت او دې ځاى کې يو تن پوليس او عسکر هم په سترګو  نه ليدل کيده. د پوځد موجوديت يواځنۍ نښه نښانهله يوې شنې اونصواري رنګې هيليکوپتر الوتکې څخه و چې د ونو شاته کته پورته په هوا کې ګرځيدله. که چيرې د پوځ دې تهديدوونکې مانورې په زړه کې هم ويرولي وى، مگر په خوله باندې چا څه نه ويل. ممکن په هغه ورځ باندې د هغې الوتکې پرسونل له ټولو څخه زيات په ويره او ډار کې و. هغه پروتست چې دوى يې له پاسه ننداره کوله د ډيرې وارخطايي او ويرې وړ و.  که چيرې دا ګڼ اولس په پوځ باندې ورمخه کړي نوبيا ټانکونه، توپ او توپک ددوى مخخه کله نيولى شي. جنرال ټيکه خان د دې خبرې درک کړى و او د هيليکوپترو د ګرځيدو دليل همدا و.


 کوزپر ځمکه ټولې  سترګې هغې خوا ته اوښتې وې کوم چې هره شيبه د شيخ مجيب الرحمن د رارسيدو هيله کيدله. مگر د بنګال پلار! چې په ډيره مينه ورته خلکوخطاب کاوه، ځنډنى شو. شيخ مجيب د اجرائيوې جرګې سره په بله عاجله غونډه بوخت و. دا غونډه د تېرې ورځې په ماښام د ده کور ته راغوښتل شوې وه تر څو پريزيډنت يحيى خان د نوې نيټې په هکله چې د انتخاباتو لپاره يې ټاکلې وه غور او کتنه وکړي. عوامي ليګيان همپدې فکرکې تللي وو چې د ازادۍ د اعلان په هکله چې د اولسونو هيله وه څه پريکړه وکړي. دا پريکړه اسان کار نه و. له يوې خوا زده کوونکو او د هغوى مشرانو په عوامي ليګ زور اچولى و چې ژر تر ژره دې له پاکستان سره د ماتې اعلام وکړي. د کليو او کوڅوګڼ اولس هم د زده کوونکيو ملاتړ و. له بلې خوا دا احتمال و چې د ازادۍ په اعلام سره به د پاکستاني پوځ د کسات (انتقام) اور چې اوس د بيرحم جنرال ټيکه خان تر ادارې لاندې و، لا پسې په لمبو شي. بيګناه خلک به پکې وسوځي او ممکن چې د ډاکې او چتکانګ ډېر ځايونه له خاورو سره برابر شي. شيخ مجيب وينې تويول نه غوښتل. له بلې خوا  يې نوې ژبې ته چې د مارچ پينځه ويشتمه نيټه يې د اسامبلې د غونډې لپاره ټاکلې وه، دى شکمن کړى و. دوى ته داسې څرګنديده چې يحيى خان هغه پړاو ته رسيدلى و کوم چې دوه کاله پخوا مارشال ايوب خان تير کړ. پريزيډنت يحيى خان دا حقيقت درک کړى و چې داسې چالچلن په هغه چا باندې چې طبعاً سوله غوښتونکي وو اوغوښتل يې چې په انتخاباتو کې د برياليتوب ميوه وڅکي، پوره اغيز ولري.