کور / د ډيورنډ کرښه / پښتانه او دديورند دکرښه

پښتانه او دديورند دکرښه

ليکنه: عزيز الله شريف زاد

( د نوامبر د مياشتي 12 په کال 1893 کې د ډيورند د تړون لاسليک)
پښتانه د اسيا په زړه کې يو لوى ولس دى. اوس ېې شميره دديورند کرښې په دوا ړو خواو کې څه کم څلويښت مليونو ته رسيږي. پښتون په دې سيمه کې لرغوني تاريخ لري چې دغه خبره د ويدي او اوستاېې دورو کې په ډاګه ليدل کيږي. کندهار، غور، بلخ، پيښور او مستونګ يا ننۍ کويټه ېې تاريخي مرکزونه دي. د همدغه لرغونتوب وجه د ه چې په څو نومونو يادشوي دي يعني پښتون، افغان او پتان.لومړنى او ډير پخوانى نوم ېې پښتون دى چي هيرودت د پکتيک په نا مه ياد کړى.په پښتنو کې دا نوم ډير اوريدل کيږي.تر پښتون وروسته د افغان نوم ډير اوريدل کيږي، افغان د مهاباراته ا سوکا، اوس واغاته، او د مڅنۍ پاړ سو ا بګا ناو اپکانم فرس يا معرب نوم دى چې معني ېې اس سواره او د اسونو هيواد کيږي.،چې بيا دغه نوم په اسلا مي دوره کې افغان او د افغانستان شوي دى. پټان نسبتا نوى نوم دى، چې په دولسمې پىړي کې هغو پښتنو ته ورکړل شو چې د هند د بيهار ولايت په پتنه کې ميشته شوي وو.
د پښتنو او تاجکو او نورو لرغونى هيواد اريانا وه، چې په سانسکريت ژبه کې په ( اريا ورته ) او په زند کې په( اريانې ويجو) ياديده. لرغونى اريانا يوه پراخه او نامعلومه سيمه وه چې بلخ يا بخدي يا د يونانيانو بکتريايي مرکز وه او د اوستايي دوره کې ( زر اسپه) ېې يوه واکمنه کورنۍ وه.دغه کورنۍ لکه هسې چې له نوم نه ېې ښکاري په زيات احتمال سره پښتنه کورنۍ وه. د يونان­ باختري په دوره کې اريانا د هغي سيمي نوم دى چې د اباسين او کرمان يانې د هند او پارس تر مينځ پره سيمه وه.دا سيمه په اسلامي دوره کې د افغانستان په نامه ياده شوه. په څوارلسمې پىري کې افغانستان د سيفي هروي په تاريخ نامه هرات کتاب کې هغو سيمو ته ويل کيده چې داباسين او غزنى ترمينځ پرتې وي. او د مستونګ يا نني کويټې حاکم ېې تر نورو نه مهم وه. په بله ژبه د سليمان دغرو شا وخوا ټولې هغه سيمې چې د ايلمن،غزني،کابل او اباسين ترمينځ پرتې وې د افغانستان په نامه ياديدلېخو پخپله پښتنو خپل دغه ټاتوبى د پښتونخوا او رده په نامه ياد وه.
پښتانه په همدغه هيواد کي په ځانګړي ډول ياد شوي. د هيرودوت په تاريخ نومي کتاب کې (ګنداري)،( اپه ريتا)، (اوستا ګيداى) راغلي دي چې لومړني ېې مومند، يوسف زي،يا پخواني اسپه زي، اپا ليتايي، اپريدي او سټه ګيډاي ېې خټک کيږي.د مقدوني سکندر د يرغل په وخت کې د کونړ او باجور خلک د اسوکا ا واسپا زي په نومونو ياد شوي. هيرودت په ځا نګړي توګه وايي چې پکتيکان پاتي پښتانه د هند په شمال کې اوسي. دوى زياتره کوچياني ژوند درلود چي اوسني کوچيان د همدغسې ژوند ښکارندوي دي. پښتنو د چنګزيانو په ير غل سره د سليمان غرو او درو ته مخه وکړه، يوسف زيو په کابل کې لمړي له الو غبيګ تيموري او وروسته له بابر سره له مقابلې وروسته کابل پريښود او په خپل اوسني ټا ټوبي کې ميشت شول. داسې هم مومند او خليل په ديارلسمې پيړي کې په خپل اوسني هيواد کې ميشته شول. تر هغه دمخه دوي دکلات او غزني په سيمو کې اوسيدل، په مقابل کې ابداليان يا د رانيان د سليمان له غرونه د لويديځ په لور کندها راو هرات ته لاړل او هلته ېې د دولتونو بنسټ کيښود.
په داسې حال کې چې شپاړسمې او اولسمې پىړى کې په ختيځ کې لمړي روښانيان او وروسته خوشحال خټک او ايمل خان مومند د خپلواکې په مقصد د مغلو په مقابل کې جنګيدلي وه.د خپلواکي په لاره کې چې هغومره قرباني ميا روښا ن او دهغه زامن واو لمسيانو ورکړي ،ښا يي بلې کورنې په تاريخ کې نه وي ورکړي په لويديځو پښتنو کې لمړي ميرويس خان هوتک او وروسته احمد شاه بابا دراني وه.چې پښاتنه د خپلواکې هسکو ته ورسول،د احمد شا درانى اهميت په دې کې دي چې د پښتنو په سروالي يي د امو او ابا سين ترمينځ يو خپلواک هيواد جوړ کړ او تر هغه د باندې چې نورو سيمو لکه پنجاب، ملتان، سيند، کشميراو پارسي خراسان کې ېې دواک په خپرولو سره امپراطوري تاسيس کړه.ده دغه کارنامې په عمده ډول د ختيځو پښتنو په ملګرتيا تر سره کړى. په دې ډول ختيځو پښتنو د احمد شاهي دولت او احمد شاهي امپراطوري په جوړولو کې او په ځانګړي توګه په هند باندې نهه برياليو يرغلونو کې لويه برخه اخيستې ده. پاني پت په جګړه کې مر هټه وو په ماتولو کې د دوي برخه ټاکونکي وه.که مرهټه چې ځانونه ېې تر اباسين پورې رسولي وو پر ځاى پاتي واي د هندوستان مسلمانانو ژغورنه او په شلمي پىړى کي د پاکستا ن مينځ ته راتلل به په شک کې واى.
دختيځو پښتنو د همدغې ټينګې ملګرتيا له امله وه چې احمد شا بابا دوي بر درانيان ونومول او ځا ى ناستي ېې تيمور شاه پيښور د خپلې امپراطوري د ژمي مرکز وګرځاوه. خو که اتلسمه پيړي د پښتنو د برم پيړى وه ، نو لسمه پيرى د هغو د نزول پيړي شوه.
په دغه پيړي کې د اروپايي په تيره بيا انګريزي استعمار د صنعتي انقلاب په برکت نږدي ټوله اسيا لاندې کړي وه او انګريزانو په ټول هند د پيښور په ګډون نيولي وه. د منځني اسيا دلاندي کولو دپاره د روسانو او انګريزانو تر مينځ د ستري لوبې سيالي روانه وه،خو افغانانو د ختيځوپښتنو په ملا تړ د څلويښتو کلونو په درشل کې په افغانستان باندې د انګريزانو دوه ير غلونه شنډ کړل.له هغه وروسته انګريزانو، په داسې حال کې چې روسانو منځني اسيا نيولې ده د هندوستان د ساتلو لپاره د ديورند تړون ليک په نامه يوه بله سترا تژي ويستله او پر هغه باندې يي د \” علمي سرحد\” نوم کيښود.
اوس ددغه تړون ليک په مهمو ټکو باندې رڼا اچوم:
پښتنو کوز ياستې او که بر، خبر ياستي او که نه، ښه مو په ورځنيو پيښو او لانجو غوږونه خلاص کړي. له پيړيو پيړيو نه غليم زمونږ شاته ولاړدي او په ډول ډول نومونو مونږ سره جلا کوي، ولي؟
باور ولري چې زمونږ مسوليت او بيدار تيا په داسې وخت کې نه يواځې اړينه ده بلکې زمونږ د ددې باتورو قومومنو او قبيلو ستر تاريخ ګڼل کيږي. مونږ ډير زيات کا راو پوره پوهې ته ضرورت لرو مونږ يو او بل بايد واخلو او د خپل تاريخ، عزت، اخلاق، لرغونتوب ، په يوه پياوړي پښتني ټګ لاري سره سم او خپل کورني ايمانې رسالت مو تر سره کړو. پردي پردي دي او هيڅ وخت زمونږ خپل کيداى نه شي. واقعيت دادي چې مونږ نه يواځې د يوې جګړې سره مخامخ بلکه د فرهنګې شخړې سره لا ساو ګريوان يو. نړۍ زمونږ د ټولنې معيار نه شي ټا کلي تر څو چې مونږ په خپلو ځانونو کې بدلون ر انه ولو.
ددغې نوي ستراتژي اصلي مقصد د هندوستان وه په دې ډول چې کله روس د افغانستان د لاري په هندوستان باندي رادمخه کيږي دوي به کندهار،کابل او جلال اباد ته خپل پوځونه زر ورسوي اود روس د پرمختګ به شنډ وي. ددې لپاره حتمي وه چې دوي په ختيځو پښتنو کې ستراتژي ځايونه په کنترول کې ولري. دغه کنترو ل بيا حتمي کوله چې دوي بايد د هغو په شا وخوا قومونو باندي سياسي نفوذ خپور کړي.خو د افعانستان پاچا ، امير عبدالرحمن خان ددوى پر مخ خنډ وه. دوي له 1188 نه تر 1892 پورې هغه تر ډول ډول فشا رونو لاندي ونيوه ، سره له دې چې امير دغه کار ته نه حاضر يده نو دې په پاي کې هغه وخت دې خبرو ته حاضر شو . چې روسانو په شمال ختيځ (په لوى پامير) کې د افغانستان نظامي پوسته په پوځي يرغل سره ونيوله او افغانستان ته ېې خطر پيښ کړ. امير چي په دې ډول د روسانو اوانګريزانوله خوا تر فشار لاندي راغي، د هند د باندينيو چارو وزير، سر ماتمر ديورند په سروالي ېې يو کوچنى هييت په کابل کې ومانه او له هغه سره ېې د 1993کال د نومبر دولسمه د ډيورند يا کابل کنونشن په نامه ليک لاس ليک کړ.
د ډيورند تړون ليک ددواړو خواوو د نفوذ سيمې ټاکلې او هرې خوا تعهد کړي چې دبلي خوا د نفوذ په سيمه کې به مداخله نه کوي.له تړون ليک نه برتانوي هند حکومت يو مطلب داوه چې د ډيورند د کر ښي په ختيځو سيمو کې به د امير عبدالرحمن خان د نظامي او سياسي وړاندي تګ مخه نيسي.امير تر هغه د مخه ددغه سيمو په قومونو باندې په ډول ډول نفوذ خپراو هاو په هغو باندې ېې د حکومت نيغ حاکميت چلاوه. ددغه مقصد لپاره ېې سپاه سالار غلام حيدر خان يوسف زي په سر والي په اسمار کې يوه لويه نظامي قوه ځاي پر ځاي شوي وه.د تړون ليک په متن کې ددواړو هيوادونو ترمينځ د ګډې پولې کلمه نشته.ددي معنا داکيږي چې هند به له افغانستان سره ګډه پوله نه لري،ددواړو تر مينځ د فرنتيرز په نامه سرحدي سيمه ياسيمې دي چې ديورند په کرښي به سره بيليږي يو خوا به د بلې خوا د نفوذ په سيمه کې لاسوهنه نه کوي. خو د امير عبدالرحمن خان دپاره \”مداخله\”يواځې نظامي مداخله نه وه او په نورو ساحو کي دي.د پخوا په شان ازاد وه چې له دغو پښتنو قومونو سره ارتباط ولري.ددغو ټولو قومونو جرګې هم د پخوا په شان په پر له پسې ډول کابل ته تللي او له امير سره يي کتلي داچې ديورند په خپلو رسمي ليکنو کې او سلطان محمد د امير عبدالرحمن خان ژوند په نامه کتاب کې وايي چې امير عبدالرحمن خان د افغانستان د واکمن په حيث له دغو ټولو سيمو نه له خپلې ادعانه تيرشوي دي. سمه نه ده دا وقعيت دي چې سلطان محمد کتاب ټوله دوهمه برخه يعني هغه برخه چې د سيمي او بهرني سياست او ديورند د تړون ليک په اړه دې په لندن کې جعلي شوي دي د هند وخت لوى درستيز، لارد کيچنر، ويسراي لارد کرزن ته همدغي ليکلي وه . ديورند د کر ښې په نامه دډاکتر عظمت حيات خان کتاب چې دغه موضوع په ډاګه ده چې عبدالرحمان خان دغه تړون چې په فارسي ژبه ليکل شوي نه دي لاس ليک کړي او نه ېې نقشه لاس ليک کړي ده او په پاى کي عبالرحمن خان په انګريزي ژبه نه پوهيده.

په درناوي