كندهار:دنظامي شورامشردلمړى درجه چمتوالي امركړى

حاجی پوپل | مې 1st, 2011


په كندهاركې دنن سهارله پيل راهيستې دښارپه بيلابيلوبرخوكې كلك امنيتي تدابيرنيول سوي
دغه گام ترهغه وروسته پورته كېږي چې طالبانودنويوپسرلنيوعملياتودپيل خبروركړ
دكندهارښارپه بيلابيلوبرخوكې موظف امنيتي سرتيري شكمن كسان اوموټرڅاري
دغه رازكندهارښارته ټولي ننوتلي لاري هم دافغان اوهم دنړيوالوځواكونوله لوري ترڅارلاندي نيول سوي .
دكندهاردامنيې قومندانۍ سرپرست سمونوال شېرشاه يوسفزي لراوبرته وويل چې دوى دښاردامنيت دخوندېتوب اودهرډول ممكنه پېښودمخ نيوي لپاره داگام پورته كړى .
بلخوادكندهاردكندهاروالي چې ددې ولايت دامنيتي شورامشري هم كوي ، په يوه بيړنى امنيتي غوڼده كې ټولوامنيتي اداروته دلمړۍ درجه چمتوالي امركړى
پدې اړه دكندهارله مطبوعاتي دفترڅخه خپره سوې خبرپاڼه وايې چې دشنبې په ماښام ناوخته داوردو،سرحدي قواوو ،ملي امنيت ،پوليسواوعامه نظم دساتوځواكونوقومندانانوپدغه پوځي بېړنى ناسته كې ګډون كړى وو .
خبرپاڼه زياته وي چې والي توريالي ويسا د ټولو امنيتي ارګانونو قومندانانو ته امر وکړ چي بايد دکندهار ښار د ننه او په ټولو ولسواليو کي د ټول ګټو تاسيساتو او همداراز د ټولو اوسېدونکو د امنيت د ښه تامين په موخه دوامداره ګزمې او پلټني وکړي اوددولت دښمن په هر قيمت چي وي، وځپي.
خبرپاڼه دوالي له خولي څخه ليكي چې ددغه حالت د اعلان د نظارت او تطبيق په خاطر به دى خپله په ښار او ولسواليو کي د ټولو سيمو نظارت کوي او وخت پر وخت ددې حالت د ښه څار په موخه شپه او ورځ د مختلفو سيمو ليدنه کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024