كندهار:تجارانواحتجاج كړى او پرډيورنډپوله يې موټردرولي

حاجی پوپل | مې 1st, 2011


دپاكستاني ملېشوو دغيري قانوني پيسوپه غبرگون كې افغاني سوداگرواحتجاج كړى اودډيورنډپرپوله ، هم دسپين بولدك اوهم دچمن په ښارگوټي كې په سل گونولارى موټربندپاته دي
افغان سوداگروايې چې دپاكستانيوسرحدي ملېشوو له لوري ورڅخه په غيري قانوني ډول پيسي اخيستل كېږي اودوى يې ترعهده نسي وتلاى
په ولاړولاريوكې خوراكي ،طبي ،اونورداسي توكي باردي چې دوخت په تېرېدوسره يې كيفيت لمنځه ځي .
په كندهاركې دسوداگرۍ دخوني مرستيال وايې چې له دې سره سره پرولاړولاريوباندي دډيورنډپولي هاخودچمن په ښارگوټي كې دهري ورځي په تېرېدوسره ماليه هم زياتېږي
((دولاړولاريوشمېرسل گونوته رسېږي ،غوښي ،هگى ،تازه مېوې ،درمل ،اوړه ،غوړي اونورډول ډول خوراكي توكي پكې باردي ))
دى وايې چې دستونزي دحل لپاره يې دبهرنيوچارو.ماليې اوتجارت له وزارتونوڅخه دمرستې غوښتنه كړې
دالمړى ځل ندى چې دافغان سوداگرومالونه له دغه ډول ستونزوسره مخ كېږي ،تردې يوه مياشت مخكې دكراچي په بندركې هم په سل گونوكانټېنرونه بندپاته وو

Copyright Larawbar 2007-2024