کور / تازه خبرونه / هرات: اته تنه بنديان تښتېدلي دي

هرات: اته تنه بنديان تښتېدلي دي

د هرات چارواکو نن د يکشنبې په ورځ خبر ورکړى چي له مرکزي زندان څخه اته تنه بنديان تښتېدلي دي.
چارواکو تر اوسه نه دي ويلي چي بنديان د دولت د مخالفانو له ډلي وو او که په جنايي پېښو کي د لاس لرلو په تور نيول سوي وو.
چارواکو دا هم نه دي ويلي چي هغوى په څه ډول تښتېدلي دي.
تېره اونۍ د کندهار له مرکزي زندان څخه شاوخوا ٥٠٠ تنه سياسي او جنايي بنديان د طالبانو له خوا وايستل سول، خو د هرات د پېښي په هکله طالبانو هم څه نه دي ويلي.