کور / تازه خبرونه / احمدي نژاد خوابدى دئ

احمدي نژاد خوابدى دئ

غربي مطبوعات وايي د اېران ولسمشر محمود احمدي نژاد له تيري يوې اونۍ راهيسي په رسمي غونډو کي نه دئ ليدل سوى.
د راپورونو له مخي د احمدي نژاد او مذهبي مشر علي خامنيي ترمنځ د واک پر سر پټه جګړه روانه ده، خو د پارلمان غړي کوښښ کوي چي احمدي نژاد او خامنيي سره پخلا کړي.
د مذهبي مشر او ولسمشر ترمنځ د اړيکو خړ پړوالى وروسته له هغه ډېر سو چي احمدي نژاد د خپل هيواد د استخباراتو رئيس استعفاء ته مجبور کړ، خو مذهبي مشر بيرته پر خپله دنده ودراوه.