کور / تازه خبرونه / دکلیو پراختیا وزارت ۴ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو کړې

دکلیو پراختیا وزارت ۴ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو کړې

دافغانستان دکلیو پراختیا وزارت څلور پروژې دغور او جوزجان په ولایتونو کې ګټې اخیستنې ته چمتو کړي او په کابل کې یې اوه نورې پروژې پرانستې دي.
ددغه وزارت درسنیو ددفتر له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په چغچران او شبرغان کې یې دغه پروژی چې په خېاطي او سړک جوړونې وې نیږدې ۹۵۰ زره افغانۍ لګولي، دا ډول دوی پدغه خبرپاڼه کې لیکلي چې ۷ پروژې یې دکابل په ګلدره، استالف او چهاراسیاب ولسوالیو کې پیل کړي چې دوه ملیونه او یو لک افغانۍ به پرې ولګول شي.