زه یم لیونی
زه یم لیونی
زه یم لیونی که دا خلک لیونی شوه
پردی لاړل چه دا خپل ترینه پردی شوه
دمینی محبت تش نوم دی پاتی شوی
دخپلی وینو نه بیزاره ټول سړی شوه
ته له ما کوی نفرت اوزه هم له تانه
ګنجی ګنجی زمونږهغه ښکلی تندی شوه
بس یواځی خپلو پښوته مو نظر دی
نور آرما نونه زمونږ په اور ستی شوه
هغو چه د بل ریشی و ر وچو لی
ورته ګوری هغه په خپله وچ لرګی شوه
چه د خپل سره خپل پردوسره پردی وه
هغسی سپیڅلی خلک د ګور بند ی شوه
هغه ګیډه به پړسیږی
هغه څوک په ستړیا کله پو هیږی
چه همیشه په اوږو دبل سو ریږ ی
په اوچتو بلډنګو کی چه وی ناست
هغه کله د جو نګړی نه خبریږی
په پاسته مړوند چه سروی لګیدلی
نو سختی د شبګیرو څه معلومیږی
چه یی غوښی دمظلوم وی چاخوړلی
ته یی ګو ره هغه ګیډه به پړ سیږی
یو دوخت ډوډی ته حیران ناست دی
بل د ګاډو په رنګو نو نه خوښیږی
په وږی ګیډه یی شپه ده سبا کړی
دغریب پښی به خا مخا لړ زیږی
څه به غم دبچو دتعلیم و خو ری
هغه پلا ر چه په ګیډه نه مړیږی
غفلت نه دی بیوسی زه ورته وایم
دا دور کی چه تعلیم نه پا تی کیږی
نه وچیږی چه خولی یی له تندی نه
هغه ستړی یاسین زی ته وخندیږی
زما د کلي
ای باده دسبا پوښتنه به کوی زما دکلی
سلام په وایه په لوری که ورځی زمادکلی
باده آثارد ویجاړو کنډوالو می ته پیدا که
ښه له نږدی لاری کوڅی به لټوی زمادکلی
ډیرخزانونه په تیرشوی ای باده درته وا یم
پا م پاڼی د ګلاب ونه ریژوی زما د کلی
هسک شوی بیرغونه دشهیدانو په قبرونو
رپوه یی رپوه یی په هد یری زما د کلی
ورځه ورځه ای باده زما دکلی احوال راوړه
لپا ره د پردیس به کاڼی ښکلوی زمادکلی
ښکاره کیږی به فضاء زمونږ دکلی خړه پړه
دا سپیری دشتی په باران به لمبوی زما دکلی
هغه اجل نه وینم
ماچه وه لیدلی دی باغ کی هغه ګل نه وینم
دمرغیو شروشور هم یی الوتل نه وینم
داخوشینکی باغ وه تماشی ته یی ورتللم
چا ظالم کړلو راوچ چه یی ځلیدل نه وینم
خزان څومره ظالم وه یوبوټی یی پری نه ښود
څه شوچنارچه ېې دپاڼو رپیدل نه وینم
د شنو کفتر و د اتڼ میدان تباه شولو
هغه خوبونه دمالیاراوس په څنګل نه وینم
دچاله لاسه لمبه لمبه شو دغه شنکی باغ
ګرځی باغ کی نابلده پکی خپل نه وینم
لاسونه یی ورپری شه چه یی دابوټی وچ کړی
بلبلان خسته خسته پکی خندل نه وینم
څه وکړم دی بی ننګو له یی باغ دی ورسپارلی
ظالمان چه کړی تباه زه هغه اجل نه وینم
غلی ښه یم
دادغم ځانګو کی ځنګیدلی ښه یم
مه می ویښوی زه خوبولی ښه یم
چه په خبرو زما خلک خفه کیږی
مه می غږوی همداسی غلی ښه یم
د لته کینه او د لته د ښمنی و ینم
د دی وران کلی نه و تلی ښه یم
چه په خوږو کی راته زهر راکوی
دهغه کور نه پښه نیولی ښه یم
چه په غریب به می ملاوه تل تړلی
همداسی سر ماتی سرتړلی ښه یم
چه داستا په محبت می کړه نازونه
اوس دی په نوم زه شرمیدلی ښه یم
داسی اورم یاسین زی لکه چی وایی
ستا له یاری نه په شا تللی ښه یم