کور / تازه خبرونه / ناټو ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

ناټو ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پكتيكا ولايت د وازې خوا په ولسوالۍ كې كې د ناټوځواكونوپه يوه پوځي موټر بي چاودنه شوې، چې له امله يې يوسرتېرى وژل شوى اوبل ټپي شوى دى.
په جنوب ختيځ زون كې دناټوځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي چې د پكتيكاولايت د وزاې خوا په ولسوالۍ كې د شنبې په ورځ مازيګرمهال د دوى سرتيرو په يوه موټر بمي چاودنه شوې.
دوى وايي چې له امله يې يوتن سرتيرى وژل شوى اويوبل ټپي شوى دى.
خبرځاى وايي چې په ياده سيمه كې د ناټو ځواكونوپه ګزمه بوخت ووچې د سړ ك د غړې يوماين پرې وچاودي.
د ياده ولوده چې څه موده وړاندې هم د پكتيكا په ولايت كې په ورته ډول چاودنه كې ناټوځواكونوته مرګ ژوبله رسيدلې وه.
طالبانوتردې دمه پدې اړه څه نه دي ويلي.