کور / تازه خبرونه / په كندهاركې نن دخپل ډول خوراستره خوشالي وه

په كندهاركې نن دخپل ډول خوراستره خوشالي وه


دكندهارپوهنتون له طب پوهنځي ، اتمي دوري څخه ۵۵ تنه  محصيلينوته دفراغت اسنادوركړل سول .


په همدي موخه نن دكندهارپوهنتون په انګركې دمحصلېونوپه وياړجوړه سوي غونډه كې دكندهاې پوهنتون ريس ډاكترحضرت مېرطوطاخيل وويل چې دكندهارپوهنتون په خپله ۱۷ كلني عمركې ۳۵۲ تنه محصلين له طب پوهنځي څخه فارغ كړي دي .


نومه وړي زياته كړل چې دم كړي په كندهارپوهنتون كې دكرهڼي ،انجنري ،طب اوښوني اوروزني په پوهنځيوكې ۱۰۸۱ تنه محصلين په زده كړوبوخت دي .
دكندهارمرستيال والي ډاكترغلام جيلاني همايون له فارغوسويومحصيلنوڅخه غوښتنه وكړل  چې دخپلوناروغوهيوادوالوپه درملنه  كې دي زياروباسي اوپه ريښتوني توګه دي هغوسيموته ځانونه ورسوي چې دروغتيايي كاركونكودنه شتون په وجه ډيري انسانان خپل ژوندله لاسه وركوي .


دكندهارپوهنتون ريس ډاكترحضرت ميرطوطاخيل په كندهارپوهنتون كې  له موجوده ستونزوڅخه يادونه وكړل اوپرملي تجارانويې ږغ وكړچې ددغه ښونيزمركزپه پياوړتياكې دي خپلي مرستي وكړي .


پرهمدي مهال دكندهاردترانسپورت ريس ډاكترشمشاددكندهارپوهنتون دستونزودحل په موخه پنځوس زره افغاني مالي مرسته اعلان كړه .


ښاغلي طوطاخيل دكندهارپوهنتون داستادانوددسويې لالوړولوپه اړه وويل چې دم ګړي څلورتنه استادان په هندوستان كې په زده كړوبوخت دي اوپه نږدي راتلونكي كې به څلورتنه المان اودرې تنه استادان ټايلنډدنويوزده كړوپه  موخه وليږل سي .


دفارغوسويومحصلينوپه استازيتوب ډاكتريعقوب چې دطب پوهنځي عمومي اول نمره فارغه سوي لراوبرته وويل چې چمتودي دهيوادوهري لري پرتي سېمي ته ددرملني لپاره ځان ورسوي .


نن په بشپړه توګه دكندهارپوهنتون فضابدله سوي وه اودټولوګډون والوپه څيروكې په پراخه پيمانه خوښي ليدل كيده .


دكندهارپوهنتون چې له جوړيداڅخه يې نږدي ۱۷ كاله تيريږي دم كړي دكرهڼي اومالداري ،طب ،ښوني اوروزني انجنري څانګې لري .


دكندهارپوهنتودريس په خبره چې دپوهنتون په چوكاټ كې به په راتلونكوڅواونيوكې دشپي پوهنځي هم پرانيزي چې دكرهڼي اوتعليم اوتربيې په برخوكې به فعاليت ترسره كړي .


دنومه وړي په خبر ه چې په يادوسويوپوهنځيوكې به ترډيره بريده هغه دولتي مامورين چې دجنګ جګړوپه وجه له لوړوزده كړوڅخه  پاتي سوي دشموليت برخه وركړل سي