ماپيا ده ماپيا !
په کلي او ښار کې همدا يوه اوازه چې هله ماپيا ده ماپيا ، داسې ژر خوره شوه چې ان تر زړې ادې ورورسېده.
ادې هسې هم لکه د سر سيوری پخپلو لمسيانو پسې جوخته ګرځېده . له کلي او دېرې ېي ليرې نه پرېښودل، خو دې اوازې نوره هم دومره وېروله چې دواړه لمسيان يې لکه د پنجرې مرغان په کور کې ايسار کړل،کله کله به دا سودا ورولوېده چې ، ياره دا ماپيا به څه ډول ناروغي وي ، چې دا خلک ترې دومره وېرېږي.
د ادې زړه نارامه و غلې پاڅېده د ګاونډي کور ته وردننه شوه او له سر کاتب صيب نه يې پوښتنه وکړه : زويه دا ماپيا ده که وبا ده دا څه شی دی، دا خلک ترې ولې دومره ويريږي؟
سرکاتب صيب ادې ته وويل: ادې جانې مه ترورېږه مافيا کومه ناروغي نه ده بلکې دا يوه ډله خلک دي چې غلا،چورچپاول او شوکې کوي، ماړه ماړه خلک تښتوي او که وغواړي غټ غټ کسان وژلی هم شي. ادې جانې دا ټول کارونه ځکه کولای شي چې واېي مافيا سره د سرکاري غټو کسانو لاس دی.
ادې په توبو توبو بېرته کور ته راغله دواړه لمسيان يې لا هماغسې د غرمې په خواږه خوب ويده ول .
د غلا،چورچپاول او شوکې کلمو ادې دومره نوره هم تروره کړه چې هيڅ نه پوهېده چې اوس څه وکړي ادې مارانو دومره وېرولې وه چې اوس له هسې پړي هم وېرېده،ادې يوه لنډه شېبه لاس تر زنې ناسته وه بيا په بيړه راپاڅېده او د کالو مالو په راټولولو يې لاس پورې کړ، ترڅو څې شپه پخېده بارکړی اوښ ،لمسيان او ادې له کلي وتي ول.
ګرده شپه ادې ورک منزل او ورکې لارې ووهلې،چرګبانګ مهال و چې ادې د ښار څنډو ته ورنږدې شوه چې ناببره ترې يوه ډله خلک راچاپير شول.
زړې ادې يوه خوا او ډلې بلې خوا د اوښ پر پړي سره زورونه وهل ، ادې نارې سورې وهلې وه د خدای پار دی وه……..مګر څوک ول چې دا سورې واوري !!
په همدې کشمکش کې يوه تن د ادې لمسی تر مرۍ ټينګ کړ او چړې ته يې لاس کړ، د ادې چې چنګه سترګې پر لمسي ولګېدې ژر يې د اوښ پړی پرېښود او پر لمسي پسې يې منډه کړه، او دواړه لمسيان يې په غيږ کې ټينګ ونيول.
ادي د غلو پل ونيوه او ورو ورو رسا د ښار په ګڼه ګوڼه ورننوته.خو په ټوله لار يې د زوی او ناوې پر وينو سرې لړلې جامې او ګاڼې سترګو سترګو ته کېدې چې ايله څو مياشتې مخکې ځانمرګي وژلي ول.
ادې ښار کې هر څه او هر چا ته حيرانې حيرانې کتل خو هيڅ نه پوهېده چې څه وکړي!!
اوس نو ادې نورې اندېښنې او کيسې هېرې کړې وي بس همدا يوه سودا ورسره وه چې دې خپلو وږو، تږو او ستومانه لمسيانو ته يو ګوټ اوبه او يوه مړۍ سپوره ډوډۍ له کومې راپيدا کړي!
په همدې اندېښنو کې وه چې سترګې يې پر يوې لوې ودانۍ ولګېدې ، او درېواړه يې پر لوري ورروان شول د ودانۍ دروازې ته څېرمه ناستو کسانو له ادې وپوښتل چې چېرې ځي او څه غواړي .
ادې ژر ځواب ورکړ : زويه دا صغيران وږي دي که يوه مړۍ ډوډۍ راکړئ !!
ناست کسان په خندا شول ،يوه ورغبرګه کړه : مورکې دا د پاچا قصر دی ،د پاچا کور دي د کوم بابا دربار او زيارت نه دی چې لنګر دې په کې چالان وي او وږي دې په خيټه مړوي !
د ادې هسې هم زړه ډک و بس څنګ چې يې د پاچا او د حکومت واورېدل سمدواره يې په چيغو او سورو لاس پورې کړ، ګرېوان يې وڅيره او پر سر يې لپه لپه تورې خاورې شيندلې، او همدا يې ويل وه د خدای پار دی زه په ښار او حکومت کې لوټ شوم، اه د خدای پار دی د پاچا د زنې لاندې غله دي…………..
زړې ادې په يوه شېبه کې په چيغو او سورو داسې ناتار جوړ کړ چې ان پاچا او کابينې يې چيغې واورېدې .
پاچا د دربار څوکيدارانو ته امر وکړ چې زړه ادې يې حضور ته راولي !
زړه ادې دربار ته راننويستل شوه خو څنګه يې چې پر پاچا او وزيرانو سترګې ولګېدې سمدواره پر ځمکه راپرېوته، بيا چې هر څه جلالتماب پاچا ، زويرانو او څوکيدارانو اړه وله را اړوله څه په کې پاتې نه وو.
پاچا هک پک شو ، له څوکيدارانو يې وپوښتل : دا څوک وه او څه يې غوښتل؟
چوکيدارانو ځواب ورکړ جناب هيڅ نه پوهيږو ، دوه ماشومان هم ورسره وو!
پاچا بيا دواره امر وکړ : هله ژر يې ماته راولې !
څوکيدارانو د ادې دواړه لمسيان پاچا ته را حاضر کړل.
پاچا مشر ماشوم پخپل څنګ کې کښېناوه ، پر سر يې ورته لاس تېر کړ او بيا يې ترې پوښتنه وکړه : بچيه ستا په انا بي بي چا ظلم کړی و؟
ماشوم چې وزيرانو ته وکتل ژر يې له وېرې سترګې ښکته واچولې او هيڅ يې ونه ويل.
پاچا بيا د ماشوم پر سر لاس تېر کړ او ور زياته يې کړه: بچيه زه پاچا يم مه وېرېږه ، ماته حال ووايه زه به هر شی تاته درکړم !
ماشوم چې هم ترور و او هم په ډېرو خبرو نه پوهېده، خپل لاس يې ناستو وزيرانو ته ونيوه او په وړه خوله يې پاچا ته کړه : دغو ماماګانو زما د ادې نه اوښ وتښتاوه.
پاچا دواره وزيرانو ته وکتل او پوښتنه يې وکړه دا ماشوم چې څه وايي ، ايا دا رښتيا دي که څنګه ؟
يوه شيبه ټول چپ وو خو يوه وزير بيا پاچا ته کړه چې : هو جناب دا هماغه بوډۍ وه چې مال يې لږ دمخه موږ پخپلو کې سره ووېشه ، جناب دا ګوته چې اوس تاسې په لاس کړې دا هم د همدې بوډۍ په مال کې وه چې ستاسې په برخه درورسېده!!
١٣٨٦/کب/١٧ /پاريس