کور / تازه خبرونه / دښځونړيواله ورځ په آفغانستان کي په زاريوولمانځله شوه

دښځونړيواله ورځ په آفغانستان کي په زاريوولمانځله شوه

په آفغانستان کي دښځو نړيواله ورځ په پايتخت(پلازمېنه)کابل او ولايتونوکي په عذراو زاريوسره ولمانځله شوه.


که جلالتمآب جمهور ريس صاحب دزاريو په ځای دقانون دپلي کېدو آمراولارښوونه کړي وای،نودځنځيردکړيوماتېدل به په خبروکي پيل شوي وای .


دوطن يوشميربېدفاع،بېوزلو،غريبو،قهرمانو،ميندو،خويندواولوڼواصالتأ دځانو اووکالتأ دوطن دټولو بدبختو،په جګوکلاواوماڼيوکي بنديانو،محرمو،مینځواودرهبرانو، زورمندانو اوجنګسالارانو دبيبيانولخوا دحقونودغوښتلو لپاره په غونډو،جوماتونو اودقرآن العظيم الشان دتلاوت په کولوسره ګډون وکړ اوپه ډېره عاجزي يې داورځ دسولي، اوداوښکوپاکولو په غوښتلو سره ولمانځله .


زه نه غواړم په هغه څه وغږېږم چې هغه لمر غوندي هرچاته روښانه دي .لکه تجاوز، ظلم، زور، ځان وژل، ځان سوځول،له لوړپړيزوځان غورځول،دبدن دغړوغوڅېدل،پيرودل،پلورل،له سپو سره بدلېدل،په بډاګانوخرڅېدل، وهل،ټکول ،له پوهي اوزده کړي بې برخي کول دي .


څومره به ښه وای چي دمارچ د اتمي دښځوله حقونوڅخه ددفاع د نړيوالي ورځي په غونډه کي دجلالتمآب جمهورريس صاحب،محترمووزيرصاحبانو،ښاغلو وکيل صاحبانو،ښاغلوريس صاحبانو اوقومندان صاحبانو،محترموواليصاحبانو بيبيانوهم ګډون کړی وای اود بېوزلو، معيبو،ناروغو، محبسو، سوځېدلو،بې کورواومينځوپوښتنه يې کړي وای، نو ټولو افغانا نواونړيوالوبه منلي وای چې دآفغانستان اوسني چارواکي دښځو مقام اوحقونوته په درنه سترګه ګوري اودفاع يې کوي .