د سټیفن ډیمیټسورا د څرګندونو په اړه د طالبانو غبرګون
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی چی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن ډیمیتسورا د یوې اعلامیې په ترڅ کی د جنګ د دواړو خواوو څخه غوښتی چی ملکی خلکو ته زیان وا نه ړوی ، خو موږ د هر هغه اقدام هرکلی کوو چی د ملکی تلفاتو د مخنیوي لپاره وی .
مجاهد وایی چی موږ پرون په خپله اعلامیه کی چی د بدر په نوم د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان پکښی سوی ، واضحأ دې ټکی ته اشاره کړې چی طالبان به جدأ د ملکی خلکو د تلفاتو څخه ځانونه ژغوری او حملې به په هر ډول وسلو او تاکتیکو سره تر وسه وسه د بهرنیو یرغلګرو او د هغوی د داخلی ملګرو پر ضد وی .
ذبیح الله مجاهد زیاتوی چی زموږ غوښتنه د ډیمیتسورا څخه دا ده چی د یرغلګرو ځواکونو څخه هم پر ملکی خلکو او د افغانانو پر ملی نوامیسو ، مقدساتو ، کورونو حملې ونکړی او خپلې بمبارۍ او پر کورونو د شيې چاپې بندی کړی چی له امله یې بې شمیره ښځی او ماشومان او ملکی انسانان شهیدان کیږی . داسی نه چی بیا ستاسو په راپورونو کی د ملکی تلفاتو په باب ناټو ته برایًت ورکړه سی او ټول پروپاګنډ مو یوازی زموږ پر ضد وی چی دغسی کار به مو ناټو ته نور جرأت هم ورکړی تر څو په بې مسؤلیتۍ سره ملکی انسانان ووژنی .