کور / تازه خبرونه / تازه خبر: اوسامه بن لادن په پاکستان کي ووژل سو

تازه خبر: اوسامه بن لادن په پاکستان کي ووژل سو

امريکا وايي د القاعدې مشر اوسامه بن لادن د امريکايي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کي وژل سوئ دئ.
د اوسامه بن لادن د مړيني خبر لومړى نيويارک ټايمز بېله کومو جزياتو خپور کړ، خو د امريکا ولسمشر باراک اوباما يې تېره شپه په يوه خبري کنفرانس کي پخلى وکړ.
اوباما وويل اسامه بن لادن د امريکايي استخباراتو د يوه ځانګړي ټيم له خوا په پاکستان کي ووژل سو.
نوموړي وويل دې ټيم له څو مياشتو راهيسي د بن لادن د نيولو يا وژلو دپاره په ايبټ آباد ښار کي عمليات شروع کړي وه، چي له امله يې نوموړى په مخامخ جګړه ووژل سو.
اوباما ويلي چي د بن لادن جسد پېژندل سوى دئ، خو د القاعدې د دوهم مشر ايمن الظواهري د مړيني په باب څيړني رواني دي.
د اوسامه بن لادن د مړيني په باب له ٢٠٠٢ کال راهيسي متضاد راپورونه خپاره کېږي، خو دا لومړى ځل دئ چي د امريکا ولسمشر يې پر مړينه اقرار کوي.
تر دې دمخه څو ځله فرانسوي او الماني مطبوعاتو د بن لادن د مړيني خبر ورکړى وو، خو کوم لوړ پوړي چارواکي نه وو تائېد کړى.