كرزى،داسامه وژني وښودل چې تروريزم زموږپه كوركې نسته
ولسمشرحامدكرزي داسامه بن لادن مړيني ته په لمړي غبرگون كې وويل چې دنوموړي مړيني وښودل چې تروريزم رېښې دافغانستان له پولوڅخه دباندي دى .
نوموړي چې نن دوالسواليودپرمختيايې شوراگانوپه ملي كنفرانس كې خبري كولې زياته كړل چې له تيرو۱۰ كلونوراهيستي يې نړيوالي ټولنې ته ويل چې دتروريزم جگړه په هغوځايونوكې وكړى چې اصلي رېښې يې پكښي وي .
((له تيروڅوكلونوراهيستي مي نړيوالي ټولني ته ويل چې دتروريزم رېښي زموپه كليوكې نشته ،اوتاسي بايددغه جگړه په هغوځايونوكې وكړى چې اصلي رېښي وي ، امريكايانواسامه په كندهار،لوگر،فراه ،پكتيكا،غوراومزاركې ندى وژلى بلكي هغه يې دآيبټ آبادله پوځي قرارگاو سره نږدې وواژه ))
نوموړي يوځل بياپرنړيوالي ټولنې باندي ږغ وكړچې په افغانستان كې دكورنيوپه تلاشى اود،دولسي خلگوپه وژنه باندي دتروريزم خلاف جگړه نه گټل كېږي .
خوته ده په ټينگارسره وويل چې دتروريزم په اصلي جگړه كې دزړه له تله دنړيوالي ټولنې سره اوږه پراوږه ولاړدى اوپدې لاركې افغان دولت زياتي قربانى هم وركړي .