کور / راپور / له ايبټ اباد څخه د عيني شاهد خبري

له ايبټ اباد څخه د عيني شاهد خبري

ليکوال: ذالفقار علي

منبع: بي بي سي اردو پاڼه

ژباړن: سلېمان يوسفي


په ايبټ اباد کي يو عيني شاهد وايي تېره شپه ناببره پاکستاني پوځيانو کاکول ته نيژدې د پاکستاني پوځ اکاډمۍ ته څرمه د ټهنډا چوها په سيمه کي پراخ عمليات شروع کړل.

هغه وويل تر عملياتو دمخه پوځ ځايي اوسېدونکو ته وويل: (( له کورونو مه راوزئ او څراغان هم مه لګوي)).

عيني شاهد وويل تر پوځي عملياتو دوه ساعته وروسته زوروره چاودنه وسوه، بيا ټکان شروع سول او د توپونو ږغونه هم اورېدل کېدل.

هغه وويل په دې وخت کي يوه څرخکه هم راولوېده چي لمبې او لوګي ځني پورته کېدل، د نوموړي په وينا په دې عملياتو کي دوو څرخکو برخه اخيستې وه.

د عيني شاهد په وينا د کوم کور دباندي چي څرخکه رالوېدلې وه، پر هماغه کور پوځي عمليات روان وو.

عيني شاهد وايي پر دې کلا ته ورته کور باندي له ١٢ څخه تر ١٤ فټو پوري لوړ دېوال او ازغزن سيم راګرځېدلى وو، چي په کلا کي دننه ودانۍ له دباندي خوا څخه نه ليدل کېدې.

هغه وويل د عملياتو پر مهال يې د کوچنيانو چيغي هم واورېدې او داسي ښکاري چي هلته ښځي او نارينه يوځاى اوسېدل.

عيني شاهد وويل د يوې ښځي له مړيني خبر دئ، خو د ويشتل سوي څرخکي ټوټې يې په خپل لاس راپورته کړي دي.

عيني شاهد وويل دوى په سيمه کي د پوځيانو څو جاکټونه هم ليدلي دي.

ځايي خلګ وايي دغه کلا لس يوولس کاله دمخه يوه پښتون جوړه کړې وه او ځايي اوسېدونکو ته هيڅکله معلومه نسوه چي هلته څوک اوسېږي.

عيني شاهد وويل په دې عملياتو کي دوى کوم بهرنى پوځي نه دئ ليدلى، خو د څرخکي له ټوټو څخه معلومېږي چي امريکايي ده.

يو ځايي خبريال وايي چي ګڼ شمېر پاکستاني پوځيان اوس هم پر دې سيمه راګرځېدلي دي او د پاکستاني پوځ اکاډمۍ ته تللي ټول غځېدلي سړکان بند دي.

ځايي خبريالان وايي تر پېښي وروسته په سيمه کي د پوځ ګڼ شمېر ډلګۍ په غير معمولي حرکت کي ليدل کېږي، چي تر دې دمخه هيڅکله نه وو ليدل سوي.

دوى وايي هلته ګڼ شمېر پوځيان ولاړ دي، د پوځ لارۍ موټران، تر لسو ډېر امبولانسونه او د اور وژني موټران هم د پېښي ځاى ته په حرکت کي ليدل سوي دي.

دوى وايي د پېښي ځاى ته د پاکستاني پوځ لوړ پوړي مامورين هم راغلي وو، چي وروسته بيرته ولاړل.

د پاکستان پوځ دغه عمليات په بشپړه توګه پټ وساتل، چي وروسته يې د امريکا ولسمشر باراک اوباما اعلان وکئ او ويې ويل: (( اسامه بن لادن د ايبټ آباد د تيري شپې په عملياتو کي وژل سوى دئ)).

په لاندي ويډيو کښي اسامه بن لادن پخپله خونه کښي ريموټ په لاس کي ټلوېزيون ته ناست ليدل کيږي چي د سټلايت په مټ خبرونه تعقيبوي او ورسره د خپل ځان ثبت سوي وېډيوګاني تر نظر تېروي .