کور / تازه خبرونه / هند: د بن لادن مړيني د پاکستان په باب زموږ موقف پياوړى کړ

هند: د بن لادن مړيني د پاکستان په باب زموږ موقف پياوړى کړ

د هندوستان د کورنيو چارو وزير چدمبرم په پاکستان کي د القاعده شبکې د مشر مرګ د پاکستان په باب زموږ موقف نور هم پياوړى کړ.
چدمبرم پر پاکستاني حکومت ږغ وکړ چي پاکستان بايد هغه کسان ژر ترژره ونيسي چي دوى يې مخکي دې هيواد ته ليست ورکړى او د ٢٠٠٨ کال د ممبى په حملوکي د لاس لرلو شک پر کېږي.
چدمبرم وويل د بن لادن مړينه ثابته کړه چي ترهګر په پاکستان کي دي او هلته د ځينو کړيو له خوا پالل کېږي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم وويل چي دوى دا لس کاله ټولي دنيا ته نارې وهلې چي د افغانانو کلي او کورونه دي د تروريزم سره د مبارزې په پلمه نه بمباروي، د تروريزم ضد جنګ دي په هغه ځاى کي وکړي چي مشران يې پکښي پټ دي.