کور / تازه خبرونه / القاعدې د خپل مشر مړينه تائېد کړه

القاعدې د خپل مشر مړينه تائېد کړه

په يمن کي د القاعده شبکې يوې څانګي د خپل مشر اسامه بن لادن د مړيني خبر تائېد کړى دئ.
د القاعدې د يمني څانګي يوه مشر د فرانس پريس آژانس ته په تلېفون کي ويلي چي لومړى دوى د دې خبر پر رښتينولي باندي شکمن ول، خو چي کله يې په پاکستان کي د خپلو نورو ملګرو سره تماس ونيوى وپوهېدل چي مشر يې وژل سوى دئ.
د اسامه بن لادن د مړيني په باب تر دې دمخه هم راپورونه خپاره سوي وو. يوه اونۍ دمخه الماني هم رسنيو د بن لادن د مړيني خبر د هغه له يوه عکس سره خپور کړ او ويلي يې وو چي نوموړى په ٢٠٠٢ کال په توره بوړه کي وژل سوى دئ.
امريکاوايي اوسامه بن لادن يې پرون د پاکستان تر حاکميت لاندي د ايبټ اباد په ښار کي وژلى، خو تر اوسه يې نه د عملياتو او نه هم د بن لادن د جسد عکسونه خپاره کړي دي.