کور / تازه خبرونه / مشرف: د امريکا عمليات د پاکستان پر خپلواکۍ تېرى دئ

مشرف: د امريکا عمليات د پاکستان پر خپلواکۍ تېرى دئ

د پاکستان پخوانى نظامي واکمن جنرال مشرف وايي د اوسامه بن لادن مړينه پاکستان ته يوه لويه کاميابي ده، خو د امريکايانو عمليات په پاکستاني خاوره کي د دې هيواد پر خپلواکۍ څرګند تېرى دئ.
جنرال مشر د جيوتلوېزون له مشر کامران خان سره په تليفوني خبرو کي ويلي چي د بن لادن مړينه د پاکستان په شمول د نړۍ ټولو امن پسندو دولتونو ته د خوشحالۍ خبر او د تروريزم خلاف جنګ کي يو غټ برياليتوب دئ.
مشرف وايي د بن لادن مړينه به د القاعدې پر شبکې بد تاثير ولري، خو دا غلط فکر دئ چي ګنې د هغه په مړينه به د تروريزم ضد جنګ ختم سي.