کور / هراړخیز / زندان ته د تونل جوړونکي حیرانونکي معلومات

زندان ته د تونل جوړونکي حیرانونکي معلومات

ګرانو لوستونکو ، دا هغه قصه ده چی د کندهار  لوی جېل ته د تونل جوړونکی طالب لخوا وړاندی سوې  ده . زما یو دوست دغه مرکه را ایمیل کړې او ډیر جالب او دلچسپ رازونه پکښی بیان سوي دي چی د الاماره ویب پاڼې څخه یې اقتباس کړې ده . دغه مرکه ډیر شکونه ، سوالونه او ادعاګانی ځوابوی . نو دا دی د زیاتو معلوماتو لپاره یې را نقلوم . ( ن . صمد )


د الاماره وېب پاڼې  درنو مینه والو ، موږ د مرکو او راپورتاژونو په لړ کې دا ځل د کندهار زندان د ماتیدو او د۵۴۱ تنو طالبانو د راخلاصېدو د تاریخي او له ویاړه ډکې کارنامې د معلوماتو په اړه د زندان د ماتیدو د پلان جوړونکو له جملې نه له یوه مجاهد سره مرکه کړې ده . مرکه کوونکی مجاهد چې دا کار یي په پوره اخلاص تر سره کړی ، نه غواړي چې نوم یي واخیستل شي او یا تشهیر شي نو ځکه یي د ده له غوښتنې سره سم له مستعار نوم اخیستلو هم تیریږو .


بسم الله الرحمن الرحیم 


مرکیال : عمران خلیل


ډیر دروند او محترم مجاهد وروره ، ترهرڅه مخکې د کندهار د زندان د ماتیدو او د طالبانو د آزادیدلو او د دې سترې فتحې مبارکې تاسو او ټولو مجاهدینو ته وایو . الله تبارک وتعالی دي د ظالمانو په منګولو کې نور پاته مجاهدین هم په خپل فضل او کرم ازاد کړي .


محتر مه ! که په پیل کې راته ووایاست چې د کندهار زندان د ماتیدو او د زندان منځ ته د تونل کیندلو پلان مو په اول سر کې څرنګه جوړ او دې ستر او له زحمتونو ډک کار ته مو ملا څرنګه وتړله ؟ که په دې اړه معلومات راسره ګډ کړئ .


جوا ب : نحمده و نصلي علی رسوله الکریم


اما بعد فاعوذبالله من الشیطن الرجیم بسم الرحمن الرحیم ، والذین جاهدو فینا لنهدینهم سبلنا ،صدق الله العظیم


محترم وروره ، په دې زموږ ایمان او یقین دی چې څوک د الله په لار کې د خدمت لپاره راووځي نو د الله ج نصرت او مرسته به حتمأ ورسره وي . ستاسو د سوال په اړه به ووایم موږ چې د محبس د ماتیدو د پلان جوړولو اراده وکړه ، په پورته ذکر شوي آیت مبارک مو یقین وو چې الله ج فرمایي څوک چې د الله په لار کې ووځي الله ج د هغه لپاره د نجات او کامیابي لارې ورښيي . د زندان د ماتیدو په پلان کې زموږ تکیه یوازي د الله ج په مرسته وه او دې له مشکلاتو او خطراتو ډک کار ته مو ځکه هوډ وکړ چې د کندهار په محبس کې زیات شمیر طالبانو تر سخت کړاو او مشقت لاندي شپې تیرولې . د ظالمو چارواکو له خوا په ډول ډول عذابونو شکنجه کیدل ، د اکثرو طالبانو د راخلاصیدو تمه نه وه . ځینې یې ظالمانو په اعدام محکوم کړي وو او د بعضو پر سر بیا ډیرې لوړې روپۍ ایښودل شوي وي چی دې مظلومو انسانانو دا بار نشوای اوچتولای او ځینو بندیانو ته ویل شوي وو چې تاسو به کابل او باګرام ته انتقال کړو . نو دا ټول د دې سبب شول چې موږ یې دې کار ته وهڅولو او کلک عزم مو وکړ چې د دې مظلومانو د راخلاصولو لپاره به هررنګه مشکلات پر ځان برداشت کوو او خپله بندګي سعيه به کوو . هغه وو چې الله ج په دې کار کې موږ کامیاب کړو او خپل هدف ته ورسیدو.


د تونل د کیندلو پلان داسی وو چې لومړی طالبانو د کندهار د مرکزي محبس چې د کندهارـ هرات پر لویه لار د سرپوزې په سیمه کې واقع دی ، د سړک په پنځه متري کې د جنوب طرف ته یو کور کرایه کړ چې څو کوټې یې درلودې . طالبانو دلته د ساختماني شرکت د نامه په پلمه ، د ګاډرو او نورو ساختماني وسایلو د جوړولو کار پیل کړ ترڅو شا وخوا خلګ په دې ډاډه شوي وای چې دلته د ساختمانۍ کار روان دی . له هغه وروسته د سرای د یوې کوټې په دننه برخه کې طالبانو د تونل (نغم ) پر خوله کیندلو د الله ج په نصرت کار پیل کړ او ورو- ورو دا کار پر مخ تلی . تقریبأ د پنځنیمو میاشتو په موده کې د تونل کار پای ته ورسید کوم ځای ته چې طالبانو غوښتل هلته ورسیدل.


کومه شپه چې ټول کار خلاص شو او یوازي د محبس دننه د هغې کوټې سمیټي غولی پاته وو، چیری چې طالبان اوسیدل ، د۲۰۱۱ کال داپریل د میاشتې ( ۲۳) نېټه د شپې د لسو بجو مهال وو چې له لاندي خوا مو د کوټې غولی سوری کړ . په دې وخت کې د محبس دننه یوازي درې تنه بندي مجاهدین د دې پلان څخه خبر وو . کله چې غولی سوری شو موږ او بندي طالبانو سره ولیدل په ډیر تلوار مو هغوی له ټول پلانه خبر کړل او دا مو ورته وویل چی انتها یي کوښښ وکړی چې موږ ډیر کم وخت لرو ترڅو ټول بندي طالبان انتقال کړو . له هغه وروسته مو د تونل له دباندي برخې نه د راغځیدلي ټلیفون غوږۍ دوی ته ورکړه ترڅو د تونل دننه برخه او دباندي طالبان سره په تماس کې وي . د محبس دننه څو تنو طالبانو ته مو څو میله تومانچې او برچې ورکړې که کوم مزاحمت رامخته کیږی له دې وسلو نه به کار اخلي . له دې سره سم په پلان خبرو طالبانو ویده بندیان په نوبت راویښول او تونل ته یې راکښته کول . په پلان خبردارو طالبانو ته مو هدایت وکړ چې که کوم بندي طالبان بې زړه کیږی او وتلو ته زړه نه ښه کوي نو هغه په زور دې ته مجبوروئ چې راووزي . نور له پلان سره سم د طالبانو انتقال پيل شو .


پوښتنه : د دې تونل د اوږدوالي او پسور اندازه څومره وه ؟


جواب : دا تونل دوه ـ دوه نیم متره ترمځکی لاندي پیل شوی وو . اوږدوالی یې تقریبا ۳۶۰ متره ( البته په دې کې ۱۲۰ متره هغه برخه وه چې طالبانو طرف غلط کړی و او اضافي خواري یي کړې وه ) او نور دومره اندازه وو چې سړی لږ چوخ (په ملا کوږ) پکښې تللی شوای . په هرتقدیر ، ښه په اسانۍ سره تګ پکښی کیدلای شوای . د طالبانو د انتقال په وخت کې موږ د هیڅ مشکل سره نه یو مخ شوي .


پوښتنه : د تونل په کیندلو کې د کومو وسایلو څخه کار واخیستل شو؟


جواب : وسایل ټول عادي وسایل وو ، هغه وسایل چې زموږ او ستاسو کاریګر خلګ کار ترې اخلي لکه کولنګ ، بېلچه او لاسي رېړۍ . ما تاسو ته وویل چې دا کار د دغو و سایلو تر سویې لوړ وو مګر یوازي د الله ج نصرت وو چې موږ نه مأیوسه کیدو او نه له دې کاره ستړي کیدو.


پوښتنه : دا چې دا تونل ۳۶۰ متره اوږد وو ، زیاته خاوره به راوتلې وی . دا خاوره تاسو چیری انباروله ؟


جواب : خاوره موږ پر یوه ځای نه اچوله . د دې لپاره ترتیب داسی وو چی یو مازدا موټر خاص د دې لپاره ولاړ وو چې د تونل کومه خاوره راوزي هغه دباندي انتقال کړي . موږ د خاورې د راایستلو لپاره کوچنۍ ریړۍ جوړې کړي وې  چې د هغو په واسطه به خاوره راایستل کیده او په هغه ګړي به موټر ته پورته کیده پر مځکه مو نه اچوله . په ټوله شپه کې مجاهدینو دومره کارکاوه چې ایله دا یو موټر بار کړي . هغه موټربه دا خاوره بازار ته وړله . ډیر وخت داسی وو چې هغه به یې پر کوم چا خرڅه کړه . څرنګه چې زموږ ځای د ساختماني شرکت په نوم خلګو پیژانده نو د موټر د انتقال پر وخت خلګو ته سوال نه پیدا کیدﺉ چې دلته څرنګه موټر همیشه رفت و امد کوي.


پوښتنه : په تونل کې څومره کسانو کار کاوه ، او څه وخت به دا کار پیل کیدﺉ ؟


جواب : لومړی تر دوو میاشتو پورې څلورو کسانو کار پکښې کاوه ، بیا اته کسان شول چې د ژمي په موسم کې به یي د شپې له ۸ نیمو بجو ترسهاره کار کاوه . وروسته چې شپې کوچنۍ شوې نو موږ کسان کرار کرار زیاتول چې د پای ته رسیدو تر وخته یي شمیر تقریبأ ۲۱ کسانو ته ورسیدﺉ . باید ووایم چې په دې ملګرو کې ډیر کسان د خاورې په انتقال مصروف وو او د کولنګ کار لږو کسانو کاوه . په دې کسانو کې زموږ خورا همتناک مجاهد ملګري را یوځای شوي وو ، تر دې چې د همدې ملګرو له جملې تر ۳۰۰ متره مسافې پورې کولنګ یوازی یو تن وواهه . او کار یوازي د شپې له مخې کیدﺉ ، د ورځي دلته کار امکان نه درلود . څو کسان دلته په سرای کې اوسیدل او نور به له دباندي ورته راتلل . د شپې به کار پیلیدﺉ بیا تر سهاره . له هغه وروسته به زیات کسان بیرته په تیاره کې خپلو ځایونو ته تلل ، بله شپه بیا راتلل .


پوښتنه : دا چې تونل څومره اوږدیږ ي هلته د اکسیجن او هوا کمبود رامنځته کیږ ي او یو ډول نفس تنګي پېښيږي . د دې لپاره تاسو څه ترتیب درلود ؟


جواب : د تونل کیندلو پر وخت تر یونیم سل متره پورې موږ د هوا له کمبود سره نه یو مخامخ شوي ، له هغه وروسته نفس تنګي پیدا شوه او دومره زیاته شوه چې د کار هیڅ امکان نه و . بیا موږ برقي بادپکې پیدا کړې ، هغو د نفس تنګۍ ستونزه کموله خو سردرد یي لاره . بیا مجبور شوو ، یو ډول بنۍ مو جوړي کړې چې بهربه لګیدلي وې او د پایپ په واسطه یي هوا داخل ته پمپ کوله ، دا بیا ښه موثر شی و ، خو د نفس تنګۍ ستونزه په ژمي کی ډیره وه چې دوبی شو بیا په تونل کې دننه نفس تنګي دومره نه وه .


پوښتنه : د کندهار په زندان کې خو څو بلاکونه دي چې بندیان پکښې ساتل کیږ ي او دا تونل هم ډیر اوږد دی . نو تاسو څنګه وکولای شوای چې له دې نورو بلاکونو تیر شیً او ستاسو هدف یعنی سیاسی بلاک ته ځان ورسوﺉ ؟ آیا تاسو د رهنمايي لپاره د کومو خاصو آلو څخه کار اخیست که څنګه ؟


جواب : په اول سر کې دومره مشکل نه وو او نه کومو آلو ته ضرورت پیښیدﺉ او بل زموږ اکثره تونل کیندونکي طالبان د دې سیمې بلد خلګ وو . اندازه ورته معلومیدله ، خو کله چې تونل پر مخ ولاړی تر هغه وروسته موږ نشوای کولای چې خپل هدف ته سیده ولاړ شو . وروسته موږ لار ورکه کړه او تقریبا ۱۲۰ متره کار مو عبث کړی و ، او د زندان څخه بیخي بلې خوا ته کاږه تللي وو . بیا موږ د انټرنیټ څخه د زندان نقشه راویسته او هغې ته مو کتل ورسره مو له فاصله پیژندونکو آلو  نه کار اخیستی چې بیا موږ ته کوم مشکل نه وو . ستاسو په خبره رښتیا هم زموږ ترهدف پورې په مخ کې ډیر ځایونه وو : لومړی د هرات – کندهار لوی سړک ، له هغه وروسته یوه د اوبو ویاله تیره شوې او بیا په محبس کې د توقیف خانې بلاک ، جنایي بلاک او سیاسي بلاک دي . موږ د الله ج په نصرت تر دغو ټولو نقطو تیر شوو . لومړی مو د توقیف خانې مطلوب اطاق ته ځان ورساوه او وروسته د سیاسي بلاک اووم نمبر کوټې ته .


پوښتنه : د کابل ادارې استخباراتي کسانو وویل چې دا سرای چې د تونل کار پکښی پيل شوی وو ، دوه نیمې میاشتي مخکې د پولیسو لخوا تلاشي شوی وو . د دوی دا ادعا تر کومه ځایه سمه ده ؟


جو اب : دا خبره بلکل بې اساسه ده . په دې څه کم شپږ میاشتي کې د تلاښۍ یا نورې پلټنې لپاره نه په ښکاره او نه د کومې پلمې له مخې څوک راغلي دي . که څه هم دې ځای ته شا وخوا د زندان د امنتي کسانو ځای ډیر نژدې وو، او دې ځای ته به عام کسان هم راتلل . خو موږ دا کار دومره په احتیاط کاوه چې هیڅوک نه پوهیدل چې دلته کوم کار روان دی . چې کاربه پای ته رسیدﺉ نو سمدستي به موږ د تونل خوله پټوله او فرش به مو پر اوارا وه . عجیبه دا ده چې دې کوټې ته چې د تونل خوله پکښی وه ، کله کله به پولیس راغلل یا به یې اوبه او یا به یې زموږ سره چای وڅښلې ، مګر الله ج هغو ی کاڼه او ړانده کړي وو په هیڅ نه پوهیدل.


پوښتنه : د تونل کار خو څه کم شپږ میاشتې واخیستې او درې میاشتي وړاندي د ژمي موسم وو . نو په هغه وخت کې تاسو د دې خطر نه احساساوه چې د لندبل له امله به دا تونل کښیني او یا به ونړیږي ؟


جواب : یو خو دا تونل ترمځکی دوه نیم متره لاندي پیل شوی وو او دوهم سږ کال په ژمي کې د نورو کلونو په نسبت دومره بارانونه نه وو چې د اوبو نو ( لنده بل ) دې ډیر لاندي ولاړ شي ، خو بیا هم پر کومو ځایونو چې موږ بیریدلو چې زیم ونکړي او یا لاندي کښته نشي ، لکه د کندهار – هرات سړک چې ډیر درانه موټر پر تیریږي او تر دې مخکې یوه ویاله ده ، دې ځایونو ته مو یو ډول تختې ورکړې چې هغه ځايونه یې ښه محکم نیولي وو.


پوښتنه : د عامو خلګو سره دا سوال دی چې په دې دومره اوږده او تنګ تونل کې تر۵۰۰ زیاتو کسانو راتیریدل ډیر مشکل کار دی . ضرور د هوا د کمبود له امله نفس تنګي رامنځته کیږ ي او که لږ لږ نفر انتقالوي نو بیا وخت کم دی یوازي څو ساعتونه دي چې تاسو باید خپل کار پای ته رسولای وای ، که په دې اړه لږ توضیحات راکړئ ؟


جواب : یوازي د الله ج نصرت وو چې موږ یې په دې مشکل امتحان کې کامیاب کړو ، او د دې کار په ښه ترتیب سره د انجامولو لارې یې راوښوولې . لکه مخکې چې می وویل د ګیس د رامنځ ته کیدو او د هوا تازه کیدو لپاره موږ د هوا د پمپ لپاره د تونل په خوله کې یوه آله نصب کړې وه چې د (بنۍ) په واسطه یې هوا پمپ کوله ،او د دې سره سره مو د تونل بل سر او په منځ کې څو ځايه برقي پنکې اېښي وې ، او بل د ټولو بندیانو انتقال په یو ځل نه وو . په محبس کې دننه له پلانه خبردارو طالبانو به د هرې کوټې بندیان راویښول او لږ لږ نفر به یې نغم ته شیوه کول . په تونل کې د غځیدلې ټلیفون په واسطه به د تونل له سر سره تماس نیول کیدﺉ چې د هغې ډلې سر به هلته ورسید نو د بلې کوټې بندیان به راویښېدل او تر دې د مخه یوه کوټه هم په بله کوټه نه وه خبره چې څه تیریږی ، ځکه که خبر شی ضرور شور ، اونارې جوړیدې او مشکلات یې راپیدا کول ، چې په دې ترتیب موږ د هیڅ مشکل سره نه یو مخامخ شوي.


پوښتنه : کله چې دا تونل هغې کوټې ته ورسید چې ستاسو مدنظر وو ، د دې کوټې فرش او غولی خو سیمیټی او ډیر کلک وو ، پر دې چې د کلنګ وار کیږي حتمأ ږغ او درب کوي ، کیدای شو امنیتي پولیس خبر شوي وای . دا سمیټ تاسو څنګه مات کړ؟


جواب : هو ستاسو خبره سمه ده ، کله چې موږ نور تونل پای ته ورساوه اویوازي دا ګانګریټي غولی پاته وو ، په دې وخت کې مو د اوسپنې لویی پایې سمیټي فرش ته ورکړې او لاندي مو د موټر جیک ترلاندي کړ او سوکه سوکه مو حرکت ورکاوه چې له دې سره درب نه رامنځته کیدﺉ او د کوټې فرش لوړ پورته کیدﺉ ترڅو یو مخ دا سمیټ واوښت او د نغم خوله مو پرې کړه .


پوښتنه : د بندیانو انتقال له محبس نه په څو بجې پیل شو ، او چې کله دباندي راوتل بیا یې له هغه ځايه په څه ډول انتقال وشو؟


جواب :د طالبانو انتقال د شپې پر لس بجې پیل شو او تر۳ بجو پوري ټول د الله ج په نصرت راووتل . کله چې بندي طالبان دباندي راوتل لږ اندازه یې په پښو تګ کاوه او وروسته بیا څو عرادې لوی موټر ولاړ وو کوم طالبان چې په ښارکې نه وو بلد او د لیرې سیمو وو ، هغوی په موټر کې انتقال شول او کومو کسانو چې په ښار کې شناخت درلود هغوی ته اجازه ورکړل شوه چې ځان خپله تر محفوظ ځایه ورسوي . دا نو داسی وخت وو چې د ښاري موټرو یوه اندازه عبور او مرور پیل شو . موږ ته معلومات کیده چې تردې دمه لا دښمن نه وو خبر چې موږ تعقیب کړي . یوه خبره باید یاده کړو موږ د دې په خاطر چې تروخت مخکې دښمن خبردار نشی او یا بندي طالبان بې باکي ونکړی د ټلیفون په واسطه دوستانو ته حال ورنکړي ، د دې په خاطر مو داسی پلان جوړ کړی وو ، هر بندی چي به له تونله راوتی هغه به کلک تلاشي کیدﺉ او ټول شیان به ځنی اخیستل کیدل یوازي دومره پیسې ورکول کیدې چې هغه تر یو ځایه ځان په ورسوي .


پوښتنه : که د طالبانو د راوتلو په وخت کې دښمن خبرشوی وای ، بیا به تاسو څه کول ؟


جواب : موږ د دې خطر لپاره مخکي ترمخکې لا تصمیم نیولي وو . د محبس په شاوخوا کې مو وسلوال او فدايي طالبان ځای پر ځای کړي وو . که دښمن خبر شوی وای او د راوتلو کوښښ یې کړی وای ، ناڅاپي حملې به پر کیدلې او مخه به یی نیول کیده .


پوښتنه : څرنګه چې دا ډیر عظیم کار وو ، له خلګو سره شک دی چې کیدای شي په دې کار کې د نورو کړیو لاس وي او د هغوی له لوري به طالبانو ته ډیر پرمختللي وسایل په واک کې ورکړل شوي وي ، په دې هکله تاسو څه وایاست؟


جواب : دا خو هیڅ پټه خبره نه ده هغه وسایل چې مو ږ کار ترې اخیسته ټول هلته پراته دي چې هغه عادي وسایل کلنګ او بیلچې دي چې هلته پاته شول ، او په دې کې نور د هیچا لاس نشته یوازي داسلامي امارت مجاهدین وو چې د امارت د مشرانو تر قوماندې او مشورې لاندي یې دا عظیمه کارنامه ترسره کړه .


پوښتنه : ځیني خلګ شک کوي چې دومره طویل المدت پلان د محبس د امنیتي کسانو او شاوخوا د پرتو پولیسو له همکارۍ پرته نه شي ترسره کیدای ، ضرور په دې کې امنیتي کسانو مرسته کړې ده ؟


جواب : که زموږ سره اجیرې اردو ، پولیسو او نورو کسانو مرسته کولای نو بیا دا دومره مشکل کار ته څه ضرورت وو نورې ډیرې طریقې وې یوه بله لنډه لاره به مو کتلې وای . که د محبس امنیتي کسانو همکاري کولای نو بیا دا دومره لوی مزله ته اړتیا نه وه ، هغوی کولای شوای چې د محبس دروازه په یوه حکمت خلاصه کړی ،او یا دننه بندیانو ته وسایل ور وړی چې بندیان خپله په لنډه لار وتلي واي . مګر داسی نه ده ، هغوی هیڅ همکاري نه ده کړې ، او بل په دې کې موږ له هیچا مرسته نه غوښته ځکه چې په هغه صورت کې بیا دا پروګرام داسی پټ نه پاته کیدﺉ لکه اوس ، حتما به تر وخت د مخه موږ افشا کیدلو .


طالبانو یوازي د الله ج په نصرت سره دې کار ته کلکه اراده وکړه او دا وعده مو سره کړې وه چې راز به ساتو او خاص د الله ج د رضا د لاسته راوړلو لپاره به دا کار کوو . په ډیر لوړ عزم مو دا کار پیل کړ. باید ووایم چې په دې کې له طالبانو پرته د هیچا لاس نشته .


پوښتنه : د تونل خوله خو پر یوه کوټه راخلاصه شوې ده . طالبانو د دې نورو کوټو دروازې څرنګه خلاصي کړې ، ځکه د شپې له مخې خو د بلاک هره کوټه ځانته بنده وي ؟


جواب : نه داسي نه ده ، د محبس د عمومي بلاک لویه دروازه همیشه بنده وي ، مګر د نورو کوټو دروازې نه بندیږي ځکه د شپې له مخې د تشناب او اودس کولو ضرورت پیښېږی ، په اطاقو کې دننه تشنابونه نه دي اماده .


پوښتنه : په راخلاصو شوو بندیانو کې مهم قومندانان هم موجود وو ؟


جواب : هو د ټولو ازاد شوو بندیانو تعداد ۵۴۱ تنه وو ، په دې کې ۱۰۶ تنه قومندانان ، دلګۍ مشران او سرګروپان وو ، چې ازاد شول . دا کسان زموږ ډیر د کار خلګ دي ، چې تربند دمخه یې په جهادي امورو کې ډیر ښه فعالیتونه ترسره کول . زه الله ج ته امید لرم چې په راتلونکې کي به هم د الله تعالي د دین د خدمت په لار کې ښه کار ترې واخلي .


پوښتنه : د کندهار د ادارې امنیتي کسانو ادعا وکړه چې له زندانه د تللو طالبانو له جملې نه یې ۷۱ تنه بندیان بیرته نیولي دي ، د دوی دا ادعا ترکومه ځایه سمه ده ؟


جواب : الحمد لله مجاهدین ټول تر خپلو ځایونو په خیر ورسېدل . امنیتي کسان اوس د خپلې کمزورۍ د پټولو او د خلګو د توجه اړولو لپاره یوازي په درواغو تبلیغات کوي . د ښار په مختلفو برخو کې بې ګناه ملکي وګړي چې د مزدوریو او کارو بار لپاره د اطرافو او ولسوالیو څخه ښار ته راغلي وي ، نیسي او د بندیانو په نامه یې معرفي کوي . زه تاسو ته په اطمینان سره وایم چې طالبانو کافي وخت درلود چې ترخپل ټاکلي هدف پوري ځانونه ورسوي ، ځکه دښمن هغه ورځ سهار له لمرختو وروسته خبر شو چې په دې وخت کې طالبان تر ډیره حده تللی وو ، او بل د دښمن امنیتي کسان لويو لارو ته متوجه ول ، ولي طالبان اکثره د دې سیمو بلد خلګ وو ، په ټولو پیاده لارو او کوڅو کې شناخته وو او پر هغو لارو یې ځانونه وایستل .


پوښتنه : ډیر درانه مجاهد وروره! طالبانو او د اولس خلګو ته څه پیغام لرې ؟


جواب : تر هرڅه مخکې ټولو طالبانو او د افغانستان غیرتمن مجاهد اولس ته د دې وروستیو سترو کامیابیو مبارکي وایم ، الله ج دي د طالبانو قربانۍ قبولي کړي .


طالبانو وروڼو او ټول اولس ته یوازي دا ویل غواړم چې انشاالله اوسني یرغلګر به د روسي یرغلګرو غوندی ستاسو د قرباینو په نتیجه کې له ماتې سره مخ کیږی . یوه خبره کول غواړم ، هغه دا چې د دښمن سره مقابله او دښمن ته ماتې ورکول یوازي په حوصله کیږي . موږ او تاسي بري ته یوازي په کلک عزم او ټینګه اراده رسیدلای شو، اشغالګر دښمن او د هغوی ګوډاګیان نور انشاالله له ماتي سره مخ دي لږ وخت حوصله غواړي او په اخلاص سره د دښمن مقابلې ته ودریږﺉ .


طالبان وروڼه باید خپلو مسولیتونو ته متوجه شي ، د دښمن دسیسو او شومو پلانونو ته ځیر اوسي ، خدای مکړه چې د مجاهدینو د بې غورۍ له وجې دا ټولې کامیابۍ له لاسه ورنکړو او د قربانیو ثمره مو بې ځايه ولاړه نشي .


الاماره : ډیر محترم ورور ه ! الله ج دي ستاسو ټولې قربانۍ چې په دې لاره کې مو کړي دي ، قبولي او منظوري کړي . دا چې زموږ سره مرکې ته اماده شوﺉ ستاسو نه یوه دنیا مننه کوو .


ـــ تاسو ته هم کور ودانی وایو چې زموږ ږغ تر نورو رسوﺉ .


پای